ویب ډیسک
چارواکي وايي، له ترکیې او قطر سره د کابل په ګډون د پنځو هوايي ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په اړه هوکړې ته نږدې شوي دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي رسنيو ته ويلي، د تېرې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د ا.ا، ترکیې او قطر ګډو پلاويو ترمنځ ناستې وشوې او په دې ناستو کې د هوایي چلند په امنیت،ځمکني خدماتو او هوایي حریم په تړاو خبرې وشوې چې په کې په عمومي ډول هوکړه شوی او دغه لوري هوکړې رسیدلو ته نېږدې شوي دي.
د احمدي په وينا، چې ترکیه او قطر به یوازې د هوایي چلند امنیت په غاړه لري او له هوکړې وروسته به هېڅ بهرنی ټوپک لرونکی کس په هوایي ډګرونو کې نه وي.


