دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچين هغه خبر جعلي وباله، چې ګواکې د چين او پاکستان اقتصادي‌...

چين هغه خبر جعلي وباله، چې ګواکې د چين او پاکستان اقتصادي‌ دهليز له تېرو درې نيمو کالونو راهيسې هيڅ نوی پروګرام نه لري

ويب ډیسک

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په ۲۰مه نېټه مطبوعاتي‌ غونډه کې د خبريال د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، هغه خبر چې ګواکې د چين او پاکستان اقتصادي‌ دهليز په تېرو درې نيمو کلونو کې هيڅ نوی پروګرام نه دی لاسليک کړی، بيخي‌ جعلي او له حقيقته لرې خبر دی.

نوموړي‌ زیاته کړه، چې د چين او پاکستان اقتصادي‌ دهليز د يو کمربند او يوې لارې له لومړيو او مهمو پروګرامونو څخه دی او د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او شريکو ګټو پر بنسټ جوړ شوی دی.

جاو لي‌ جيان وويل،‌ چې د چين او پاکستان اقتصادي‌ دهليز د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې د پاکستان پر اقتصادي پرمختګ او خلکو ژوند ښه اغېزه کړې او د پاکستان د بېلابېلو برخو لوړه ستاينه يې تر لاسه کړې ده. په دې وروستۍ موده کې د دغه هېواد ولسمشر، صدراعظم او نورو اړوندو چارواکو او رسنيو هم د ياد اقتصادي‌ دهليز د پرمختګ په اړه مثبته رويه څرګنده کړې ده.

د دغه اقتصادي‌ دهليز تر چوکاټ لاندې د زراعت، معلوماتي ټکنالوژۍ او ساينس نوي کاري‌ ډلې جوړې شوي.

د چين او پاکستان د اقتصادي‌ دهليز په چوکاټ کې د خلکو د ژوند او د ټولنې لپاره له تېرو درې نيمو کالونو راهيسې يو شمېر ګټور پروګرامونه تصويب او تطبيق شوي او ډېر ښه اغېز يې کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه