دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسماعيل خان او احمد معسود تهران کې طالبانو پلاوي سره لیدلي

اسماعيل خان او احمد معسود تهران کې طالبانو پلاوي سره لیدلي

ويب ډیسک

پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان او د طالبانو حکومت خلاف د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په تهران کې له طالب پلاوي سره کتلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه جنورۍ لسمه (مرغومې ۲۰) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یادو کسانو په تهران کې د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي سره کتلي دي.

نوموړي زیاته کړې چې طالب پلاوي دوی ته ډاډ ورکړی چې له کوم تشویش پرته هیواد ته ستانه شي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: “په دې لیدنه کې د اسلامي امارت له لوري اطمئنان ورکړل شو، چي هغوی کولای شي له کوم تشویش پرته وطن ته راشي، اسلامي امارت کوښښ کوي چي د هیواد راتلونکی د ټولو لپاره د ډاډ وړ وي اوهیچا ته دمخالفت دلیل پاتي نه شي.”

تر دا مهاله محمد اسماعیل خان او احمد مسعود په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه