ویب ډیسک
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی رسنیو ته ویلي چي د اوس لپاره د تورخم لاره یوازي د بار وړونکو موټرو او هغو کسانو په مخ خلاصه شوي چې پاسپورت او ویزه ولري.
د هغه په وینا:” نو څوک چې پاسپورت او ویزه ونه لري هغوی که لویان وي که ماشومان د خیبر پښتونخوا لوري ته د اوښتو اجازه نه ورکول کیږي او بیرته به را ګرځي کوم کسان چي تورخم ته تللی هم وي او یاد اسناد ونه لري بیرته دي خپلو کورونو ته ولاړشي.”
بلخی زیاته کړه:” د اسلامي امارت اړونده مسئولین کوښښ کوي چي په دې برخه کي نورسهولت هم رامنځته کړي.”


