دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمجاهد :جلال یو‌ متعصب انسان د‌ه هغه د خپلو خبرو د‌ وضاحت...

مجاهد :جلال یو‌ متعصب انسان د‌ه هغه د خپلو خبرو د‌ وضاحت لپاره نیول شوی

‏‎پښتو جرنل

ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼه د استاد فيض الله جلال په هکله ليکي چې

فیض الله جلال په نامه یو‌متعصب انسان د‌ خپلو هغو‌ خبرو د‌ وضاحت لپاره نیول شوی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خلک د ‎نظام په ضد هڅول او د انسانانو له عزت سره یې لوبې کولې.

تر څوپورې بل څوک د استاد او دانشمند!!؟ له ادرسه داسې اوتې بوتې ونه وايي او دچا شخصیت او عزت ته زیان ونه رسوي.

یاد دې وي چې تېره ورځ استاد جلال کورنۍ ادعا کړې وه چې استاد جلال طالبانو له کوره بولي – استاد جلال د  طالبانو راتګ نه وروسته په رسنيو سختې نیوکې کولې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه