دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههوايي ځواکونو قوماندان د تېښتېدونکو پیلوټانو د بېرته راتګ غوښتنه وکړه

هوايي ځواکونو قوماندان د تېښتېدونکو پیلوټانو د بېرته راتګ غوښتنه وکړه

ويب ډیسک

د افغانستان سرپرست د هوایي ځواکونو قوماندان مولوي امان الدین منصور پر هغه پیلوټانو غږ کړی چې د تېر حکومت په چوکاټ کې دنده ترسره کړي او له اوسني هوایي ځواک سره یوځای شي.

منصور د محلي رسنۍ طلوع نیوز له قوله ویل شوي چې د تېر حکومت په چوکاټ کې روزل شوي او له هېواده تښتیدلي پیلوټان دې بېرته راشي او دوی به بېرته هوایي ځواک ته وګمارل شي.

قوماندان وویل، «موږ غوښتنه کوو چې له هېواده تښتېدلي دي، بېرته راستانه شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.»

منصور وویل، «په نږدې راتلونکي کې به له ټولو هوایي ډګرونو معلومات راټول کړو ترڅو وګورو چې څومره فعال او زیانمن شوي چپټرونه لرو.»

د افغانستان د هوايي ځواک سلګونه منسوبین چې پیلوټان، همکار پیلوټان او تخنیکي کسان هم پکې شامل دي، د طالبانو او د امریکايي ځواکونو د وتلو په تعقیب د اګست په میاشت کې له افغانستانه وتلي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه