پښتو جرنل
د پنجاب سیالکوټ ښار په وزیر اباد سړک ته څيرمه د يوې کارخانې مزدورانو د کارخانې د صادراتو مدير پریانتا ګمارا کوم چې د سریلانکا اوسېدونکي و خو له اتو کالو راهیسې په سیالکوټ کې په کارخانه کې د مدير په هیس دنده ترسره کوله خو نن د جمعې په ورځ د کارخانې مزدورانو د اسلام ته د سپکاوي په تور مړ کړلو او بیا ئي د هغه جسد په اوور وسوځاؤ –
په ټولنیزو رسنیو چې کله د یادې واقعې ویډیو خپره شوه نو د پنجاب مشر وزیر عثمان بزدار د واقعې څیړنې لپاره ځايي پوليسو ته حکم ورکړلو او ورته ووې ویل چې ژر تر ژره په واقعه کې ککړ کسان ونيول شي –
خو پوليسو تر اوسه کوم کس نه ده نيولی خو ادعا يې کړې چې ژر تر ژره به ککړ کسان ونیسي او محاکمې ته به وړاندې کړئ .


