ويب ډیسک
د افغانستان د اولمپیک ملي کمیټې سرپرست نظرمحمد مطمئن په خپل ټوېټر ليکلي، چې د نړیوال اولمپیک، اسیا اولمپیک او خیریه اولمپیک له پلاوي سره یې د قطر د بهرنیو چارو وزارت او ددغه هېواد د اولمپیک په کوربتوب ناسته کړې ده.
نوموړی زیاته کړې، په دغې ناسته کې د اولمپیک نړیوالې شورا له افغان اولمپیک سره د خپلو مرستو جاري ساتلو ترڅنګ ژمنه کړې چې افغان لوبغاړو ته به د اړتیا وړ توکي چمتو کوي او ددې ترڅنګ د اسیايي اولمپیک شورا ژمنه کړې چې افغان ورزشکارانو ته به ورزشي سکالر شیپونه ورکوي.


