دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیونېسف وايي، سږ کال په افغانستان کې د ماشومانو نړیواله ورځ نه‌نمانځي

یونېسف وايي، سږ کال په افغانستان کې د ماشومانو نړیواله ورځ نه‌نمانځي

ویب ډیسک

يونيسف د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې سږ کال د افغان ماشومانو لپاره دغه ورځ توره ورځ ده.

اعلامیه زیاتوي، د ماشوم نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې په افغانستان کې له یو ميلیون زیات ماشومان له سختې قحطۍ سره مخ دي.

يادې ادارې ویلي چې سره له ننه‌يې د راتلونکو ۲۴ ساعتونو لپاره د خپلو ټولو ټولنیزو پاڼو پروفایلونه تور او خپل ډیجیټلي فعالیتونه درولي او په دې سره به دا وښيي چې په افغانستان کې ماشومان له هر بل وخته په ناورین کې دي.

 

یونېسف خبرداری ورکړی، که د افغان ماشومانو د لاسنیوي لپاره نړیوال لاس په کار نه‌ شي لیرې نه‌ده چې د شري ناروغۍ ترڅنګ کافي خوړو ته نه‌ لاسرسی دغه برخه له بشري ناورین سره مخ کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه