دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکوټه چاودنه :یو پولیس مړ اووه نور کسان ټپيان شوي

کوټه چاودنه :یو پولیس مړ اووه نور کسان ټپيان شوي

ویب ډیسک

چارواکو ویلي، د دوشنبې په ورځ د بلوچستان پوهنتون ته څېرمه په چاودنه کې یو پولیس شهید شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.

د قانون پلي کوونکو ادارو او د ژغورنې چارواکو د پېښې له راپور څخه لږ وروسته د پېښې ځای ته رسېدل پیل کړل. سیمه هم د امنیتي چارواکو لخوا کلابنده شوه.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني ویلي چې د پوهنتون دروازې مخ نه  د پولیسو یوه لارۍ په نښه شوې او په موټر سایکل کې چاودېدونکي توکي کرل شوي دي.

هغه مرګ ژوبله تاييد کړې او ويلي يې دي چې په پېښه کې څلور تېري کوونکي ټپيان شوي هم دي. هغه وویل چې د چاودنې ذمه وار کسان به ونیول شي او عدالت ته به وړاندې شي.

تر اوسه کومې ډلې د چاودنې پړه په غاړه نه ده اخیستي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه