یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجنوبي افریقا په تمریني لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

جنوبي افریقا په تمریني لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

ویب ډیسک

جنوبي افریقا د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په تمریني لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) په ابوظهبي کې وشوه.

جنوبي افریقا افغانستان ته د ۱۴۶ منډو هدف ورکړ چې افغانستان پوره نشو کړای.

په افغان توپ اچوونکو کې مجیب الرحمن د جنوبي افریقا درې لوبغاړي وسوځول. کپتان محمد نبي او نوین الحق بیا یو-یو مخالف لوبغاړي وسوځول.

افغانستان د جنوبي افریقا د ۱۴۶ منډو په تعقیب پسې ۱۱۴ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

په افغان منډه جوړوونکو کې تر ټولو ډېرې ۳۴ منډې کپتان محمد نبي وکړې.

دا یوه تمریني لوبه وه چې نتیجه یې د لوبډلو په رسمي موقفونو کوم اغیز نلري. د افغانستان بله تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ د ویسټ انډیز په مقابل کې ده.

په نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵ ده.

نړیوال جام سیالۍ تېره ورځ په متحدو عربو اماراتو او عمان کې پیل شوې چې ټول په ۱۶ لوبډلې لوبیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه