لیک:شېراز مومند
ځيني تازه تازه سياستوال لګيا دي د خوشال خان او باچا خان پرتله کوي او بيا هم په خپله ناپوهۍ کښې خپل دليل ګوري او هم د خپلې ناپوهۍ د غلط دليل په بنياد هم خپله نتيجه اخذ کوي او هم د خپلې خود ساخته نتيجي په بنياد خپله نظريه جوړوي او د ناپوهۍ او غلط دليل په بنياد جوړې شوې غلطې نظريي پسې ټول عمر په غلطو لارو ګډ وډ ګرځي او بيا چې ستړي شي او مرام ته ونه رسي نو هم هغه مشرانو ته کنځل کوي او وايي چې مشران غلط وو…
او په دغه غصه او کرکه کښې يو ځل بيا دوي غلطه نتيجه اخذ کوي او يو ځل بيا د هغه غلطې نتيجي لامله په غلطو لارو روان شي او اخره کښې تباه شي او بيا د تباهۍ زمه وار هم دغه مشران بولي …
د خوشال خان او باچا خان Comparison نشي کېدی او ځکه نشي کېدی چې خوشال خان يو جنګ سالار و ، خوشال خان د قام سياسي او انتظامي مشر نه و او بل اړخ ته باچا خان د قام سياسي مشر و ، باچا خان جنګ سالار نه و…
د يو جنګ سالار د ژوند پرتله د يو سياسي مشر د ژوند سره هېڅ کله نشي کېدی ځکه چې د جنګ سالار په ژوند کښې جنګ وي ، مړي وي ، فتوحات وي ، د جنګ ترتيبات وي ، د جنګ فکرونه وي او د جنګونو د رومانس کيسي وي او د يو سياسي مشر په ژوند کښې جرګه وي ، مرکه وي ، صلح وي ، روزګار وي ، خپلوي وي ، ډپلوماسي وي ، د امن فکرونه وي او د قام د Civilization د رومانس کيسي وي …
يو جنګ سالار د کور نه مورچې ته ځي او سياستوال د کور نه دفتر ته ځي ، يو جنګ سالار چې د مورچې نه کور ته ځي نو د هغه په لاس کښې وسله وي او يو سياستوال چې د دفتر نه کور ته ځي نو د هغه په لاس کښې قلم او کاغذونه وي ، يو جنګ سالار د وسلې په زور ځان ګټي او سياستوال د ډپلوماسي په چل ځان ساتي ، جنګ سالار په موقع ژوند کوي او سياستوال د قام ۱۰۰ کلونه پس راتلونکي کښې ژوند کوي…
لنډه دا چې د جنګ سالار خپل ځاۍ وي او د سياسي مشر خپل ځاۍ وي او دغه شان د دواړو ژوند او فکرونه هم يو بل نه مختلف وي…
د خوشال خان خپل کار و ، خپل ځاۍ و او خپل حالاتو سره مخ و او دغه حالاتو کښې خوشال خان قام وساتل او اتل دی او د باچا خان خپل حالات وو ، خپل کار و ، خپل ځاۍ او هغه په خپل کار کښې اتل دی…
نه خو د باچا خان منونکي د خوشال د فکر نه منکر دي او نه د خوشال منونکي په جديد وخت کښې د باچا خان د فکر څخه انکار کولی شي…
خو په قام کښې ځيني داسې سخا هږۍ شته چې نه جنګ پېژني او نه سياست پېژني ، نه د قام په حالت خبر دي ، نه جديد نړۍ پېژني ، نه د ستونزو په بنياد خبر دي او نه يي په حل خبر دي او د منافقت انتها خو دغلته ده چې دغه ټول خلک چې د باچا خان فکر ته کنځل کوي نو دغه خلک نه خو دومره پوهه لري چې د باچا خان په فکر پوه شي او نه دومره ايمان او غېرت لري چې د خوشال خان په لاره لاړ شي او پشتنو ته خپل ځان د مثال په څير وړاندې کړي …
بس ناست دي او هسې عبث ډوزي ولي…
څنګ چې ما پاس ليکلي دي چې يو سياستوال د قام ۱۰۰ کلونه پس راتلونکي کښې ژوند کوي نو اوس د باچا خان د عدم تشدد فکر راواخلئ او په غړېدلو سترګو يي وګورئ چې باچا خان سل کلونه پخوا د نړۍ اوسنۍ پاليسي ليدله او سل کلونه پخوا یي قام د دې جديد دور لپاره تیارول خو د بده مرغه قام پوه نشو او نن د قام حالت ستاسو په وړاندې دی…
نن قام وايي چې تعليم ، سياست ، تنظيم ، جدت ، اقتصاد خو اغيار پرې زورور دي او دغه څيزونو ته يي نه پرېږدي…
پروسه کال ما د عدم تشدد په ورځ ليکلي وو چې عدم تشدد د پشتون قام د سياست بنيادي نظريه هم ده او مجبوري هم ده….
پشتون قام دا وخت د دوه ډول حالاتو سره مخ دی…
يو قام کښې دننه جنګونه او بل په قام باندې بهرني بريدونه…
په قام کښې دننه انتشار او جنګ هېڅ کله او په هېڅ صورت د قام په ګټه نه وي بلکه اپوټه قام ته ژور زيان رسوي…
پشتانه په خپل تاريخ کښې مدام په قبيلوي انتشار کښې پاتې شوي دي او دغه انتشار د وخت سره سره لا زياتېدل چې پشتنو يو مرکز نه درلود ، يو منظم قامي Centre Point يي نه درلود او دغې لامله پشتنو يو منظم عدالتي او قانوني نظام نه درلود چې د جزا او سزا واک د رياست يا د يو مرکز په لاس کښې وي…
هم د دغې لامله پشتانه دومره ازاد وو چې د یو يو ګز ځمکې لپاره د پشتنو د کورونو او د قبيلو په مېنځ کښې خونړۍ شخړې وې او پشتانه يي هېڅ منظم کېدلو ته نه پرېښودل…
باچا خان د خپل فکر په سترګو جديد نړۍ ليدله ، که څه هم هغه وخت د نړۍ Grading پوځي قوت په بنياد و خو باچا خان ليدل چې د راتلونکي نړۍ Grading به د جدت ، جديد تعليم ، ساينس او د اقتصاد په بنياد وي او هم دغې لامله باچا خان پشتنو ته وويل چې دا قباليت ختم کړئ ، وسلې وغورځوئ ، يو قامي فکر کښې راټول شئ ، سياست وکړئ ، دښمنۍ پرېږدي او ورورولي وکړئ ځکه چې ستاسو په قامي فکر ، سياست ، تنظيم او ورورولۍ کښې ستاسو قوت دی او دغه قوت به تاسو له خپلواکي او قوي اقتصاد درکوي …
هم د دغې لپاره باچا خان د پشتنو تر مېنځه هر رقم تقسيم د مېنځه وړلو لپاره د پشتنو هره طبقه خپله کړله او هرې کوڅي ته لاړل ، په پشتونخوا کښې یي مکتبونه جوړ کړل او د ظلمونو په باوجود هم هغه هم دغه يوه خبره وکړله چې ټوپک به نه را اخلئ او تعليم او سياست ته زور ورکړئ ، تعليم او سياست خپل کړئ ځکه چې تاسو به هم په تعليم او سياست باندې ځان ګټئ او ځان به ساتئ…
باچا خان سياستوال و ځکه هغه د نړۍ جديد وخت ليدل خو عادي پشتنو د نړۍ جديد وخت نه ليدل او د باچا خان خبره ورته هسې ټوکه ښکارېده نو نن حال ستاسو په وړاندې دی…
پشتنو د باچا خان په وينا قبيلوي تقسيم ختم نکړل او نن دغه تقسيم فقط قبيلوي ندی بلکه مذهبي ، مسلکي ، سياسي ، نظامي هر ځاۍ کښې پشتانه د بدترين انتشار سره مخ دي…
پشتنو خپل قامي فکر خپل نکړل او په فکرونو کښې يي خلا پاتې شوه نو هغه خلا اغيارو پوره کړله ، پشتنو خپل تعليم ونکړل او خلا پاتې شوه نو هغه خلا اغيارو پوره کړله ، پشتنو خپل تنظيم او سياست جوړ نکړل نو نن پرې اغيار سياست کوي ، پشتنو خپل مرکز جوړ نکړل نو نن د پردو مرکزونو فيصلو ته ناست دي ، پشتنو جدت خپل نکړل نو نن پشتانه د شپږمې پېړۍ (6) قديم ژوند ته بېرته لاړل او د شپږمې پېړۍ خلک پرې حکومت کوي …
پشتنو باچا خان او د باچا خان فکرونه خپل نکړل نو نن يي حال وګورئ ….
د پشتنو په لارو کوڅو کښې اغيار د حاکمانو په حيث ګرځي….
مونږ نن هم قام ته د عدم تشدد درس ورکوو ، مونږ نن هم قام ته د ورورولۍ خبره کوو ، مونږ نن هم د قام هره طبقه خپله کړې ده، مونږ نن هم د مړي به بدل کښې قاتل ته لاس نه اچوو بلکه خپل قام ته وايو چې قام دې جدت خپل کړي ، نن که قاتل ما وژني نو د هغه اقتصاد قوي دی ، هغه منظم دی ، مونږ نن هم باچا خاني سياست کوو …
تر څو چې قام د باچا خان سياست نه وي خپل کړی تر هغې تر هغې به دا قام د نړۍ يو ځاۍ مزل نشي کوای او تر هغې به دا قام په شپږمه پېړۍ کښې ژوند کوي …
او هم دغه زمونږ د عدم تشدد نظريه ده چې مونږ يي د خپل سياست بنياد او د قام فوري ضرورت ګڼو…
بل اړخ ته عدم تشدد د بهرني دښمن پرضد زمونږ مجبوري ده ځکه چې پشتانه جديد ندي ، پشتانه مرکز نلري ، پشتانه تقسيم دي ، پشتانه واک نلري ، پشتانه خپل اقتصاد نلري ، پشتانه بوديجه نلري ، پشتانه د جنګ او د دفاع اداره نلري نو پشتانه په څه شي باندې او د څه شي په زور جنګ وکړي ؟؟؟
قاتل به مونږ وژني او مونږ به مجبور يو ځکه چې قام خپل مینځي شخړو او تشدد کښې مصروف دی.


