دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ږوب پالې خان

د ږوب پالې خان

لیک: سردارولي
يوه پېړۍ وړاندي اخيستل سوی دغه عکس يوه انګرېز عکاس اخيستی او ورسره ليکلي ئې دي چي دغه کس [پالې_شاه] نومېږي او د ږوب سيد دئ، خو داسي نه ده بلکي پالی خان په خټه سنځرخيل کاکړ وو.

ځايي سپين ږيري وايي چي د پآلې شاه په لاسونو کي به تل ډول-ډول ګوتمۍ وې او پښتني سينګار لکه مچڼي، پراخ کالي او لنګوټه او ۳۰۳انګرېزي توپک ئې په نوم وه.

وای پالې خان په اصل کي د خوست وو [ځيني خلګ دا د ږوب خوست ګڼي] چي په کوچنيوالي د خپلي کورنۍ سره ږوب ته کډه سوى وو او هلته اوسېدی.

روايات دئ چي انګرېز د پالې خان څخه دونده په تنګ راغلی چي د سيمي د مشرانو سره په خبرو کي يې تړون وکړ چي؛ که پالې خان خپله مبارزه پريږدي په بدل کي به يې انګرېز دولت په ږوب کي ټول پښتني او قبيلوي قوانين قبول او عملي کړي، خو پالې شاه د مشرانو دغه غوښتنه و نه منل او په بدل کي يې د ټول انګرېز راج د وتلو مطالبه وکړل.

له کاکړيو غاړو ښکاري چي پالې يوه انګرېز ضد څېره وه، ځيني ئې داسي دي:
د سړک غاړې پرې سرې
دلته خېرات کړی پالې
ځله تښتي مليشې
د بم ګولۍ ولي پالې
د ده په اړه روایت دی چي د یوه انګریز افسر مېرمن پر عاشقه وه او له ده سره به يې په پټه لیدل. د هند ګلشن ننده دا کیسه يو ناول [پالې شاه] کي ولیکله چي وروسته فلم هم پر جوړ سو. [لينک کامنټ کي…]

پالې خان د ژوند تر پايه خپلي مبارزي ته ادامه ورکړه چي په پايله کي ونيول سو او اعدام کړل سو خو ځيني وايي يا په عام مرګ ومړ، تاسي يې په اړه نور مالومات لرئ؟

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه