دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهواک ته د محمد ظاهر شاه رسېدلو صحنه

واک ته د محمد ظاهر شاه رسېدلو صحنه

لیک: داود‌ افغان

د محمد نادرخان وژل کېدل یوه ناڅاپي ترسره شوه او شاه هم یوازې یو ۱۹ کلن زوی محمد ظاهر چې د هيواد د چارو اړوند یې ډېره لږه تجربه لرله پاته شو. ددې احتمال هم کېدای شو،

چې برحال لومړی وزیر سردار محمد هاشم خان به پر تخت کښيني، یا مارشال شاه ولي خان، چې د خپلواکۍ او سقاوي اړودوړ د له منځه وړلو په جګړو کې د نادرخان سره اوږه پر اوږه جنګېدلی او یا هم د جنګ برحال وزیر سپه سالار شاه محمود خان غازي به د واک تر لاسه کولو هڅې وکړي.

مګر موضوع د احتمالاتو برعکس شوه. نادرخان د وژل کېدو په ځای کې ځينو حاضر کې حاضرو مشرانو هڅه وکړه چې د حربیه (دفاع) وزیر سردار شاه محمود خان غازي ته د بیعت لاسونه اوږده کړي، مګر شاه محمود خان وه نه منله او د خپل وراره لاسونه یې ښکل کړل او ویې ویل: ((دی مې تر اوسه وراره او زوی و، مګر اوس مي پاچا او پلار شو.)) فضل عمري مجددي سملاسي د نوي ځوان شاه پر تخت کښېنولو مراسمو کې سرنوشت ټاکونکی رول ولوباوه او د کابل د نورو مشهورو علماوو سره یو ځای یې هغه ته بیعت ورکړ او د هغه ملاتړ یې وکړ.

ملت بابا د واک ترلاسه کولو اړوند هم په یوې مرکې کې ویلي وه ، چې سختي خاطرې وې. پلار یې راته زما په مخ کې شهید کړ.

تاسو احساس وکړئ چې په دې وخت کې به زما احساس څه وي او څه به کېدل. پلار چې زما لپاره هر څه و، هم پاچا او هم د يوه پلار په توګه، دا یوه ستره ضایعه وه چې زه یې په اړه تصور نه شم کولای.

هغه وخت چې یاد تکلیف ما ته راورسېد نو احساس مې کاوه چې دا ډېر دروند دی، ځکه ما يې په اړه چمتووالی نه درلود. مګر له دې ټولو سره، سره مې ومانه او په هغه ستونزمنو شرایطو کې مې یاد بار ته اوږه ورکړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه