یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد‌‌جاپان شهزادګۍ له یوه عادي وګړی سره واده کوي

د‌‌جاپان شهزادګۍ له یوه عادي وګړی سره واده کوي

ویب ډیسک

له یوه کال ناندریو وروسته د جاپان شهزادۍ ماکو له خپل مخکیني ټولګیوال سره چې عادي وګړی دی، واده کوي. د جاپانۍ شهزادۍ له دې واده وروسته به نوموړې خپل شاهي حیثیت له لاسه ورکړي.

د شاهي کورنۍ اړوند اژانس په وینا د واده لپاره د اکتوبر ۲۶ مه نېټه ټاکل شوې. د دې واده لپاره په ۲۰۱۸ کال کې چمتوالی کېده، خو د ښاغلي کومیورو کورنۍ په هکله د اقتصادي ستونزو رپوټونو له خپرېدو وروسته د واده نېټه وځنډول شوه.

تمه کېږي چې دغه جوړه به له واده وروسته امریکا کې مېشت شي، هلته چې ښاغلی کومیورو د مدافع وکیل په توګه دنده لري.

ځايي رسنۍ د دې جوړې په هکله خورا پراخ خبري پوښښ کوي او د کیوډو خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، له همدې کبله شهزادۍ په تېر کې له ذهني ستونزو سره مخامخ شوې.

د جاپان قانون له مخې له (عادي وګړي) سره له واده وروسته د شاهي کورنۍ ښځینه غړې شاهي حیثیت له لاسه ورکوي، خو نارینه غړو دغه حیثیت بیا پر ځای پاتې کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه