لیک: سید سبط حسن
ژباړه: غورځنګ اتل
اوس به د سوسیالیزم په اړه ځیني کرښو ته اشاره وکړو. تاریخ پوهان سوسیالیزم په دوو برخو ویشي:
لومړی تخیلي سوسیالیزم او بل علمي یا مارکسي سوسیالیزم. افلاطون او مزدک د خیالي سوسیالیستانو په کتار کې راځي. په منځنیو پیړیو کې هم ډیري متفکرین ول، چې قوم ته د هر څه کولو لپاره تیار ول (حضرت ابوذر غفاري او صوفیایي کرام) خو اروپا کې د پانګوالي نظام خلاف داسې متفکرین هم منځته راغلل چې د یوې ټولنې تخیلي انځور به یې وړاندې کوه یانې داسې یوه ټولنه چې بې روزګاري، فقر، جهالت او د ناروغیو څرک هم نه وي. څوک به د چا غلام نه وي او هوساینه به وي.
دغه فکر مولانا روم داسې وړاندې کړی:
بهشت انجاستکه ازاری نباشد
کسی را به کسی کاری نباشد
خو تخیلي سوسیالیستانو به تل فکر کوه چې داسې یوه ټولنه به څوک او څنګه رامنځته کړي؟
سرتوماس مورکي یټوپیا:
تخیلي سوسیالیستانو کې تر ټولو ستر او نامتو متفکر سرتوماس مورکي دی، چې د برتانوي باچا اتم هنري لومړی وزیر/صدراعظم و او بیا لږه موده وروسته ووژل شو. د هغه کتاب«يټوپیا» (١٥١٥ میلادي) اوس هم د نړۍ په عالي کتابونو کې شمیرل کیږي. توماس د ١٦ پیړۍ برتانوي ټولنه، د یوې خیالي ټاپووزمي سره پرتله کړې وه.
هغه لومړی شخص دی، چې د دولت لپاره یې د اشتراکیت یو منظم انځور وړاندې کړی و. د هغه په تخیلي انځور کې د دولت پیداکولو ټول اوزار_ ځمکې، مادني کانونه، کارخانې او دې ته ورته ټول شیان د یو قوم مشترک ملکیت ګڼل کیږي. هغه ویل که یو ښه نظام غواړئ، نو هغه جمهوریت کې یې لیدلی شي. ټولو ته به د زیار او هڅو مساوي برخه ورکول کیږي. خلک به یواځې ٦ ساعته کار کوي او پاتې وخت به ساینس او د نورو فنونو په زده کولو کې لګوي. زده کړې عامي دي خو زده کونکي باید جسماني زیار هم وباسي. د ښار او کلي ترمینځ کوم توپیر نشته، نه هم د ذهني او فزیکي کارګرو تر مینځ کوم توپیر شته.
دې ته ورته نظریې/باورونه اایټالیوي پادر کمپا نیلا (١٥٦٨ میلادي__ ١٦٢٩ میلادي) هم درلودل. هغه ډیر روښانفکره او ستر صوفي و. که څه هم کلیسا پرې د کفر او بدعت فتوا صادره کړې وه، جزايي یې کړ او وروسته یې زندانې کړ. ٢٧ کاله یې په زندان کي تیر کړ. هغه یو کتاب«د رڼاګانو ښار» تر نامه لاندي لیکلی، چې پکښې د تخیلي حکومت نقشه وړاندې شوې.
دکمپانیلا په حکومت کې کمونیستي ټولنه یو دیني حکومت و، چې حاکمان یي پادریان ول.
یاد خلک په خپلو فکري پوهو باندې یو ډیر ښه حکومت منځته راوړلی شي. ماشومان به د حکومت ملکیت ګڼل کیده او زده کړې به یې حکومتي چارواکو پر مخ وړلې. هغه لیکي« چې دوی ډیر حیرانونکي خلک دي؛ د سپیو او آسونو ساتلو لیوالتیا لري، خو د خپلو ماشومانو د راتلونکې په اړه هیڅ فکرمند نه دي». د مورکي په وخت کې کاري وخت ٦ ساعته و. کمپا نیلا دغه موده کمه کړه او ٤ ساعته شوه. په ١٨ پیړۍ کې د تخیلي سوسیالیستانو شمېر ډیر زیات شو. د فرانسې د انقلاب دوره وه؛ هرې خواته مساوات او خوشحالي وه.
په دغه دوره کې د روسو، مورلي، موبلي او بانوف نومونه په سر کې راځي. دوی به د پخوانیو دورو ساده ژوند خوښوه او د یوې داسې ټولنې په اړه به یې فکر کوه چې د طبقاتي امتیاز هیڅ څرک نه وي.
« د ننني ټولنې بنسټګر هغه شخص دی چې په لومړي ځل یې یوه ټوټه ځمکه را تاوه کړه او په غرور سره یې وویل دغه» زما شخصي ملکیت دی»؛ نو زیاترو خلکو هم ورسره ومنل.
که چا دغه خبره رد کړې وه او مقابل کې یې دریدلی و چې ځمکه د ټولو ملکیت دی او ځمکه هیڅکله هم د یوه سړي نشي کیدلی. نو نړۍ به له بې شمیرو جرمونو، جګړو، مصیبتونو او تکلیفونو خلاصه وه».


