ویب ډیسک
د ا.ا.ا د احمد مسعود هغه غوښتنه رد کړې، چې دپنجشیر ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي.
ط البانو ویلي لوموړیو کې یې غوښتل د پنجشیر ستونزه هم د نورو ولایتونو په څېر په سوله ییزه توګه حل شي، خو اوس د سولې د خبرو فرصت د مقابل لوري غفلت له امله ضایع شو.
دوي ویلي افغانستان باید یو قوي مرکزي حکومت اداره کړي او له مرکز پرته هیڅ ځای باید نور کومه لویه یا وړه د قدرت جزیره پاتې نه شي.
دا په حال کې ده چې پنجشیر کې د جګړې ترشدت وروسته احمد مسعود په سوله ییزه توګه ددې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
بل لور د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې طالبانو په بشپړه توګه پنجشېر ولايت نیولي


