لیک : ډاکټر مبارک علي
ژباړه:نوید آرین
- کله چې يې د امريکا لويه وچه يعني شمالي او جنوبي امريکا کشف کړه هغه يې د زړې نړۍ څخه بېله نړۍ تصور کړه د نويې نړۍ نوم يې ورکړ او و ويل شول چې د نويې نړۍ په کشفولو سره يو نوی زمان پيل شو په نوي ژوند کې سا پوکړل شوه، دې تصوراتو او افکارو د زړې او نويې نړۍ په منځ کې تضادونه پيدا کړل زړې نړۍ ته د جرمونو، ګناهونو او کرکجنې سيمې په حيث وکتل شول کومو خلکو چې په پيل کې له اروپا يعني زړې نړۍ څخه نوې نړۍ يعني امريکا ته هجرت کړی و، په اروپا کې د هغوی استحصال شوی و، د هغوی حقونه تر پښو لانديې شوي وو د مثال په توګه د انګلستان کاتوليک وګړي د پروتستانانو د مذهبي کرکې ښکار شوي وو همدغه راز د فرانسې پروتستانان د کاتوليکانو له لاسه په عذاب شوي وو نورې هم داسيې کلتوري او ټولنيزې ډلې وې چې په اروپا کې يې ژوند ګران شوی و، او د پرله پسې کړاوونو ښکار شوې وې هغوی ته نوې نړۍ د ځمکې يوه داسې ټوټه ور په برخه کړه چيرې چې په خپلواکي سره ژوند وکړي او د ظلمونو څخه نجات ومومي.
- داسې خلک هم وو چې په خپلو هيوادونو کې يې د پرمختګ نوبت له لاسه ورکړی و، هغوی هم غوښتل په نوې نړۍ کې خپل بخت وجنګوي او په ټولنه کې د عزت وړ ځای تر لاسه کړي جوته شوه چې په هغه دور کې هر څوک امريکا ته ور ستنېده هغه له ځانه سره نوې هيلې له عزمه ډک خوبونه او د نوي ژوند ارمانونه امريکا ته يووړل د هغوی په وړاندې راتلونکي مهال ارزښت درلود تېرمهال نه، د هغوی تېرمهال کړکېچن او له تيارو ډک و، کوم روښان او ځلاند اړخونه يې نه درلودل هغوی غوښتل هغه تېرمهال هېر کړي چې د دوی ټولنيزه رتبه يې ور کمه کړې وه او د تېرمهال ترخو يادونو ځورول نو ځکه دوی هيله درلوده چې تېرمهال هېر کړي.
- د امريکا خاورې ته تر رسېدو وروسته د هغوی په زړونو کې يو ځلي بيا دې هيلې سر پورته کړ چې بدمرغه تېرمهال هېر کړي تر څو د تېرمهال له بدمرغۍ څخه روښانه اوسمهال او له هيلو څخه ډک راتلونکی مهال اغېزمن نه شي د هغه زمانې مفکرينو او پوهانو په خپلو ليکنو کې د هغه مهال د خلکو د افکارو ډېره انځورګري وکړه چې څنګه يې غوښتل اروپا د تل لپاره هېره کړي او د امريکا خاوره خپل ابدي مسکن وګرځوي.
-
مؤرخ ”آر بي ډبليو لېويس“ وليکل:
(زموږ د ملت له زېږېدنې څخه نوی تاريخ پيلېږي هغه تاريخ چې موږ له تېر مهاله بېلوي او د راتلونکي مهال سره مو اړيکې ټينګوي).
امريکا ته نوي ورتلونکو تر ټولو لويه دا هيله درلوده چې څنګه بايد ځانونه د مړو خلکو د افکارو څخه خپلواک کړي د امريکا د متحدو ايالاتو ولسمشر توماس جفرسن و ويل:
(د امريکا اوسمهال بايد له تېرمهاله په هغومره اندازه خپلواک وي په څومره اندازه چې د جغرافيي له مخې اروپا له امريکا څخه بېله ده هغه زياته کړه: ”موږ امريکايان ځانته قوم او نسل يو او مړي اجازه نه لري چې پر ژونديو حکومت وکړي). -
د دې پوښتنې څېړنه په کار ده چې ولې امريکا ته ورتلونکي وګړي له خپل تېرمهاله بېزاره وو ولې يې نټه ورڅخه کوله چې د ژوند برخه يې وګرځوي يو لامل يې دا دی چې هغوی له جابرو پاچاهانو، ظالمو حکمرانانو او بې رحمه فيوډالانو په تنګ شوي وو د ظالمو واکمنو په ټولنو کې هغوی د عامو وګړو په حيث هيڅ قدر او عزت نه درلود نه څوک په درناوي ورته قايل وو نه يې د ښه ژوند د تېرولو نوبت درلود د وېرې او نه خونديتوب د احساس په تيارو کې يې ژوند کاوه، ځکه هغو له ځوروونکي او زجربخښونکي تېرمهاله کرکه کوله هغوی د اروپا په پرتله امريکا ته د نوي ژوند تاندې هيلې ورسره وړې وې په نوې نړۍ کې د هغوی د ژوند تضمين شوی و، هلته دوی د يوه نوي ژوند پيل کولو ته چمتو شوي وو.
بله خبره دا چې تل تېرمهال د واکمنو او شتمنو ډلو په ګټه وي هغوی تل د تېرمهال په مرسته د خپلو کورنيو سترتوب ثابتوي چې د دوی شتمنيو او ټولنيزې مرتبې ته جواز ور وبخښي تر څو وکولای شي پر خلکو حکومت وکړي او د هغوی په پرتله د کمواکو ډلو او عامو وګړو تېرمهال له برمه ډک او ځلاند نه وي نه خوښي بخښونکی وي ځکه د هغوی د ژوند په ښه کولو کې مرسته نه کوي البته په نوې نړۍ کې هغوی کولای شوای چې د تېرمهال په هېرولو سره خپلې وړتياوې پر کار واچوي د زيار او مُټ په زور سره خپل اوسمهال وځلوي تر څو خپله اقتصادي وضعه ښه کړي د دې کار لپاره مهمه نه وه چې هغوی د کورنۍ د حسب او نسب په مرسته خلک اغېزمن کړي وای په نوې نړۍ کې د بريا د ترلاسه کولو يوازينۍ لار دا وه چې پر خپل ځان باور وکړي او اقتصادي پرمختګ وکړي ځکه تېرمهال هغوی ته هيڅ ګټه نه کوله په دې هکله يوه مؤرخ داسې و ويل: - (اوسمهال بايد د تېرمهال له بدمرغيو څخه ليرې و اوسېږي)
هغه زياته کړه.
(د مؤرخ يوه وجيبه دا هم ده چې خلکو ته د تېرمهال له باره نجات ورکړي او د اوسمهال د غوښتنو پوره کولو ته يې پام ور واړوي).
له تېرمهاله سرغړونې او کرکې پر تاريخ ډېرې اغيزې وشيندلې تاريخ له تېرمهاله زېږي چې تېرمهال نه وي تاريخ هم نشته ”جې ايچ پلمب“ و ويل:
(تېرمهال په احساساتو سره پړسېدلې د زړو يادونو پلنډه ده په اوس دور کې د تېرمهال پياوړتيا د ژوند په هر اړخ کې له زوره لوېدلې ده او راتلونکی نسل يې نوره هم له پښو اچوي). - د دغه افکارو دا نتيجه شوه چې امريکا ته ورتلونکو مهاجرو له تېرمهال سره ټولې اړيکې وشلولې هغوی شا ته په نه کتلو سره له نوي سره ژوند پيل کړ لکه څنګه چې يو نوی زېږېدلی کوچنی نوی ژوند پيلوي.
-
د تېرمهال سره د اړيکو د شلولو يو مرام دا هم و، چې د نوې نړۍ اوسېدونکو غوښتل چې نوی هېواد امريکا له اروپا څخه د بېل کلتور بنسټ کښېږدي له اروپايي هېوادونو ورغلي مهاجرو له ځانو سره ټولنيز او کلتوري ارزښتونه وروړي وو او هيله يې درلوده چې په نوې نړۍ کې د نوي ژوند تهداب کښېږدي او نوي هېواد ته نوی کلتور ور وبخښي.
تر ډېرې مودې پورې د امريکا شتمنو وګړو خپل کوچنيان اروپا ته لېږل تر څو هلته تحصيلات وکړي او د اروپا په مهذب چاپېريال کې يې روزنه وشي
د داسې ګامونو نتيجه وه چې د امريکا په ټولنه کې د اروپايي کلتور ډېرې ټينګي اغيزې ښکاره شوې وروسته امريکايي مفکرين او سياستوال وپوهېدل چې که مو د خپلو محصلينو او کوچنيانو اروپا ته لېږنه و نه ځنډوله د امريکايي تهذيب وده په ټپه درېږي هيڅکله به رشد و نه کړي د تل لپاره به د اروپا فکري غلام پاته شي. - د داسې افکارو په راويښېدو سره په امريکا کې د هېواد دوستۍ روحيات را وپارېدل تر څو امريکا له اروپا څخه بېله پاته شي او خپل ځانګړي کلتور او تهذيب ته وده ورکړي په دې لړ کې امريکايي مؤرخينو په شعوري توګه هلې ځلې وکړې چې امريکا د خپلو حالاتو په رڼا کې سياسي او ټولنيزې ادارې جوړې کړي.
-
ويل کېږي چې کوم ولسونه د تاريخ او تېرمهال بار پر اوږو نه لري د هغوی بدن سپک وي شا ته نه ګوري په چټکۍ سره د مخ پر لور تګ کوي د هغوی په وړاندې ځلاند سباوون وي او تل د ځلاند سباوون لپاره هلې ځلې کوي
د دې په پرتله کوم د کومو قومونو پر اوږو چې د تاريخ او د تېرمهال دروند بار پروت وي او په خوږو يادونو کې يې مست وي هغوی هيڅکله د مخ پر لور ګامونه نه اوچتوي او خپلې ټولې انرژۍ د تېرمهال په مستو يادونو او د هغه په راژوندي کولو کې وسوځي د داسې قومونو ذهنونه دونه وړتيا نه لري چې له زړو ارزښتونو ځانونه بېل کړي او نوي افکارو ته په مغزو کې ځای ورکړي د اجتهاد پر ځای يې تقليد عادت ګرځېدلی وي تل په داسې ټولنو کې د زړو او نوي ارزښتونو تر منځ ټکرونه رامنځته کېږي او بې ځايه د ټولنې انرژي پکښې سوځي. - امريکايي ټولنې د تېرمهال سره اړيکې شلولې دي د هغو په ټولنه کې د زړو او نوي ارزښتونو تر منځ ټکر شتون نه لري هغوی خپل ارزښتونه او خپلې ادارې د خپلو اړتياوو پر بنسټ جوړې کړې او د سياسي نظام په جوړلو کې يې نوې نوې تجربې وکړې.
- د وخت په تېرېدو سره امريکايان هم د نورو قومونو په شان د تېرمهال څښتنان شول چې د هغوی تاريخ يې جوړ کړ دغه تېرمهال د امريکايانو خپل دی او په هغومره اندازه د امريکايانو پر ژوند غوړېدلي دی لکه د زړې نړۍ د استوګنو پر ژوند چې يې احاطه کړې ده له بده مرغه د امريکايانو تېرمهال هم د زړې نړۍ د تېرمهال په شان ځلاند اړخونه نه لري د هغوی تېرمهال هم په جرمونو او ګناهونو ککړ دی افسوس چې له ګناهونو پاکه او سپېڅلې نوې نړۍ د زړې نړۍ په شان جرمونو او ګناهونو پړسېدلې ده.


