دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهذبیح الله مجاهد ویلي، چې د حکومت اعلانولو لپاره ملي او نړیوال...

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د حکومت اعلانولو لپاره ملي او نړیوال استازي رابلل شوي

ویب ډیسک

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ډاډ په اړه د یوې خبري ناستې یو لړ پوښتنو او غوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

نوموړي دا هم ویلي، چې د حکومت له اعلان وروسته به د حکومت بڼه معلومه شي. ملکي او پوځي کدرونه به راوغوښتل شي او ګد ځواک به ترې جوړ شي.

ذبیح الله مجاهد د پنجشیر د نیولو په اړه څرګنده کړې، چې دا ولایت له ولسي مشرانو او جهادي قومندانانو سره له همغږۍ وروسته ونیول شو او هغو کسان، چې جګړې ته لمن وهلې؛ ورک دي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې پنجشېر ولایت ونیول شو او امرالله صالح ممکن تاجکستان ته تښتېدلی وي.

ذبیح الله مجاهد ډاډ څرګند کړ، چې کاسا ۱۰۰۰ ، ټاپي او نورو پروژو پلي کېدو امنیت ته اړتیا درلوده؛ اوس یې د نښلولو او پلي کولو وخت رارسېدلی دی.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د حکومت اعلانولو لپاره ملي او نړیوال استازي رابلل شوي دحکومت له اعلانولو وروسته به نوې اداره د هېوادوالو د پوښتنو او غوښتنو ځوابویونکې وي.

 

ذبیح الله مجاهد د فهیم دشتي د وژل کېدو په اړه ویلي، چې طالبان د هغه په وژلو کې لاس نلري؛ خو وایي، چې د یو لړ څرګندونو له مخې نوموړی د خپلمنځي اختلافاتو په پایله کې وژل شوي.

طالب ویاند کابل ته د پاکستان د استخباراتو د مشر د سفر په اړه ویلي؛ هغه د تېرو دوه اوونیو راپدیخوا کابل ته د یوه پلاوي د راتګ غوښتنه وکړه او مونږ په دې وروستیو کې راوغوښت. نوموړی د پولې د امنیت او پاکستانيو زندانیانو د خوشې کیدو په اړه اندېښمن و، چې له زندانونو خوشې شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه