لیک : امرالله صالح
ژباړه :خالد سمیر
د کابل د سقوط په شپه راته امنیه قوماندان زنګ وواهه چې (څرخي پله) زندان کې بغاوت پیل شوی او ط ال ب زندانیان هڅه کوي چې وتښتي.
ما په زندان کې د غیر ط ال ب بندیانو یوه شبکه جوړه کړه. هغوی ته مې خبر ورکړ او زما په امر یې د بغاوت کوونکو خلاف زندان کې بغاوت وکړ.
له دې سره د افغان ځواکونو قطعات هلته واستول شول او په زندان کې وضعیت کابو شو.
د اګسټ پر پینځلسمه(د کابل د سقوط په ورځ) مې سهار پخواني دفاع وزیر بسم الله محمدي ته، د کورنیو چارو وزیر او د هغوی مرستیالانو ته زنګ وواهه، خو پیدا مې نه کړل.
ما په دواړو وزارتونو کې ډېر ژمن چارواکي وموندل چې لومړۍ کرښې ته د کومانډو او نورو ځواکونو د نه استولو د ناتوانۍ په اړه یې راته راپور راکړ.
ما و نو شوای کولی چې د ناهیلۍ په ساعت کې په ښار کې د استولو لپاره سرتېري پیدا کړم.
بیا مې د کابل امنیه قوماندان ته زنګ وواهه، یو ډېر زړور سړی، هر چېرته چې وي؛ ښې هیلې ورته لرم.
هغه راته وویل چې ختیځ کې کرښه ماته شوې، لویدیځ کې دوه ولسوالۍ سقوط شوي او نږدې وردګ ولایت هم سقوط شوی دی.
امنیه قوماندان رانه د مرستې غوښتنه وکړه، که کومانډو ځواکونه ور واستول شي. ما ورنه وغوښتل، هر هغه امکانات چې په لاس کې لرې؛ د یو ساعت لپاره کرشه کې اوسه.
د امنیه قوماندان د ملاتړ لپاره د ځواکونو په پیدا کولو ناچاری شوم، نو ارګ او د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب سره په اړیکه کې شوم، خو ګټور نه و.
ما ارګ ته زنګ وواهه، د ملي امنیت شورا سلاکار ته مې مسج وکړ چې ورته ووایم که څه وکولی شو. ما له یو نه هم ځواب ترلاسه نه کړ. د هغې ورځې د سهار پر نهو بجو کابل وېرونکی و.
(د سقوط) په تېره شپه د ملي امنیت رئیس ملاقات ته راغلی و. ورنه مې وپوښتل که ط ال بان کابل ته راننوځي، پلان دې څه دی؟
-زما پلان دا دی چې له تا سره یوځای شم، هر چېرته چې ځې. حتا که د ط ال بانو له لوري مو مخه هم ونیول شي، موږ به خپله وروستۍ جګړه په ګډه کوو.
د حکومت له لوري له مرستو نه ترلاسه کولو وروسته مې د خپل رهبر ارواښاد احمد شاه مسعود زوی ته مسج واستاوه.
ورته مې وویل، زما وروره چېرته یې؟
-زه کابل کې یم او د وروستي حرکت او عمل پلان لرم.
ورته مې وویل چې زه هم کابل کې یم او غوښتنه مې ترې وکړه چې باید ځواکونه یوځای کړو.
بیا کور ته لاړم، د خپلې مېرمنې او لوڼو عکسونه مې له منځه یوړل، خپل کمپیوټر او ځینې سامان مې راټول کړل او د خپلو ساتونکو له قوماندانه مې وغوښتل چې پر قرآن لاس کېږده.
موږ پنجشېر ته ځو او لاره له وخته نیول شوې ده. موږ به (د لارې) په اوږدو کې جګړه کوو او یوځای به یې کوو. که زه ټپي شوم، نو پر سر مې دوه ډزه ووله. زه هېڅکله نه غواړم چې ط ال بانو ته تسلیم شم.
دوی کاروان برابر کړ. په کاروان کې څو د مرمۍ ضد موټرې او دوه پیکپې وې چې وسلې پرې نصب شوې وې. پنجشېر ته پر لاره پر موږ دوه ځل بریدونه وشول.
موږ له شمالي سالنګه په ډېرې سختۍ تېر شو، ځکه چې دغه ځای په ناقانونه جغرافیې بدل شوی و. موږ له بریدونو روغ ووتلو او پوره هوډ مو جګړه کړه.
کله چې پنجشېر ته ورسېدلو، موږ پیغام ترلاسه کړ چې د ټولنې مشران جومات ته راټول شوي دي. ما ورسره یو ساعت خبرې وکړې او له دې وروسته هر یو د ملاتړ لپاره راپورته شول.
پنجشېر تېر شل کلونه د سیاحت ځای و. موږ نظامي تجهیزات او مرمۍ نه لرلې. په هماغې شپه مې د ولایت د دفاع لپاره سټراټیژي جوړه کړه. بیا یو زنګ راغی چې د چورلکې له لارې د احمد مسعود د راتګ خبر یې راکړ. په وجود کې مې هیلې په څپو شوې. موږ د سټراټیژۍ په اړه هماغه شپه ولیدل.
ایا دا اسانه ده چې د مقاومت مشري په غاړه واخلې؟ بې له شکه چې نه. زه په سخت حالت کې یم. بېشکه چې زه له اوسپنې جوړ نه یم. زه یو انسان یم او احساسات لرم. زه خبر یم چې ط ال بان زما سر غواړي، خو دا تاریخ دی او موږ د تاریخ په منځ کې قرار لرو.”


