دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine

نازو انا

لیک : سردار ولي
درې پېړۍ وړاندي د کندهار او زابل په منځ [تازي رباط] سيمه کي د يوه خان کره نجلۍ پيدا سوه او د خان په ځانګړې پاملرنه يې نوم [نازو بي بي] سو، د پښتنو ددې ستر مشر نوم [سلطان ملخی توخي] وه چي له غزني تر جگلدکه د پښتنو مشر وو او تقريباً درې سوه کاله پخوا يې د کلات او کندهار په منځ کي يوه جگه او با شکوهه کلا لرله او ځايي حکمران وو.

نازو بي بي له پېغلېدو سره نه دا چي یوه ټولنیزه هوښیاره نجلۍ وه، بلکي یوه ادیبه او شاعره وه، وروسته له څه مودې دغه پېغله شاه عالم خان هوتک ته واده سوه او لومړۍ اولاد يې میرویس نيكه وو.

د ميرويس نيکه په دوره کي ددې مېرمني ډېري سياسي کړني نسته او داسي ښکاري چي شعر او ادب ته ئې وخت ورکړی وو، کله چي ميروس نيکه خپل قوم د صفويانو له ظلمه وژغوره او په کندهار کي یې د ملي او مستقل حکومت بنسټ کښېښود، نو نازو به مناجات او او د برياليتوب دوعاګاني په شعري ډول ويلې.

نازو څلور زامن درلودل چي مشر ئې حاجی میر خان او نور يې عبدالعزیز خان، یحیی خان، او عبدالقادر خان دي.
پټه خزانه په دې اړه جالب روايت لري، ليکي:
“چه حاجي مير خان عليين مکان به هر وقت ويل چه ”زما مور ما ته د لويو کارو وصيت وکا، زه بايد هسي کارونه وکړم“. او وې ويل ”خدايه! دا هغه کار ؤ، چه ما ته مور سپارلئ ؤ، او وصيت ئې کړئ ؤ، دا خو ستا د عبادو او بندگانو خدمت ؤ، چه ما تر سره کا.“ زما پلار هسي وويل:

چه نازو انا علاوه پر سخاوت او شجاعت او عبادت هسي ارتينه وه، چه د خداى تعالى څخه په مناجات ئې ډېر اشعار ويل، او يو ديوان ئې درلود، چه دوه زره بيتونه پکښي وه، او هلته ئې ښه نکات ادا کړي ؤ، او داسي ئې ويلي ؤ، چه نارينه ئې هم نسي ويلاى، او دغه رباعي چه د نازو انا ده، ما له خپله پلاره ارويدلې وه. الحق چه ښه رباعي ده:

رباعى
سحرگه وه، د نرگس لېمه لانده
څاڅکي څاڅکي ئې له سترگو څڅېده
ما ويل څه دي، کښلى گله ولي ژاړې؟
ده ويل ژوند مي دئ يوه خوله خندېده
دغه شعر علامه اقبال هم په تقليدي شکل په دري ليکلې دئ.

پخوانۍ ليکنه
نوې ليکنه
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه