دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان د خپلواکۍ په وياړ مېرمن تورپېکۍ

د افغانستان د خپلواکۍ په وياړ مېرمن تورپېکۍ

لیک : سردار ولي
تورپېکۍ توريالۍ پښتنه او اڅکزی پېغله وه چي اټکل سل کاله د مخه د کندهار په سپين بولدک کي اوسېدل، ددې مېرمني د واده په کال د افغان انګرېز دريمي جګړې پېښه وسوه، دغه پېښه سل کاله وړاندي په همدې ورځو کي کي په داسي ډول تر سره سوه چي انګرېزانو په يوه شپېته زریز ځواک سره؛ چي يو لک باروړونکي څاروي ئې مل وه پر تش لاسي افغانستان يرغل وکړ، وېشلي افغانانو ددې فرنګي يرغل داسي تش لاسې مقابله وکړه چي د هغه وخت د انګلستان صدراعظم [ګلیډ_سټون] اړ سو چي متارکه اعلان کړي او دواړه لښکره اماده باش پاته سي.

په هر صورت کله چي په دې يرغل کي انګرېزو قواو د چمن څخه پر سپين بولدک راواوښتل، نو د پښتنو له سخت مقاومت سره مخامخ سول، د هغه وخت يو پښتو غاړه وايي:
سبا پر سپين بولدک غزا ده
تر خدای مي جار کړې پښتانه غزا له ځينه!
د طلوع افغان د ۱۳کال په لومړی ګڼه کښي #علامه_حبيبي ليکي:
په دې يرغل کي چي کله د تورپېکۍ مېړه [ريدي خان] د خپل پلار له پښتونوالي ډکه وينا اروي، د جنګ تياری کوي او تورپېکۍ ته وايي:

زما ګراني! پر خدای دي سپارم، زه ځم خپل پښتني ننګ پر ځای کوم، مګر تورپېکۍ بې اختيار ناره پر کوي چي:
پر سپين ميدان به درسره يم
زه پښتنه له توري نه ترپلم مينه!
دواړه د جګړې ډګر ته ځي، او تور پېکۍ ږغ پر کوي:
تر دې تېرې توري دي جار سم
د غليم ويني بَيوه ګرانه مينه
په وينو رنګ توره دي راوړه
راسه په سرو شونډو بې زه درپاکومه
په جګړه کي د ريدي خان په سرو وينو لړلي حالت کي وايي:
جانان مي سر پر وطن کښېښود!
په تار د زلفو به کفن ورته ګنډمه!

له شهادت وروسته دوی دواړه د بولدک د مشهوري غزا په هديره کي ښخ سول، پورته غاړي اوس هم زموږ ودونو کي ښځي له دريې سره وايي…، که څوک بولدک ته ولاړ سي، ددې جګړې د نامتو کسانو هديره په اسانی سره ليدلای سي”.
د خپلواکۍ په دې جګړه کي د افغانانو په زرګونه دغسي نوم ورکي کسان سته چي يادونه ئې هيڅوخت نه کېږي، زه کوښښ کوم چي د مشهوره کسانو پر ځای ددې تورياليو يادونه وکړم، که ستاسي په سيمه کي دغسي نومورکي اتلان وي راته وليکئ!
زموږ د نيکونو دا وياړ دي ټولو هيوادوالو ته ښادمن وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه