لیک : افراسیاب خټک
نر غنی د بایډن غرور مات کړ
امریکا ۱۸ میاشتې طالبانو سره مذاکرات وکړل، څه چې مطبوعاتو ته راووتل، هغه مادې خو پخدای که یوه هفته هم ونیسي، دا ۱۸ میاشتې دوی، همدې ننۍ ورځ ته تیاری نیوه، خو غني بابا یې هر څه ور خراب کړل. مونږ ټولو دا آوازه اوریدلې وه چې طالبانو ته ۱۷ ولایتونه خوشې کیږي، غني خبر وو چې نظام کې داسې کسان ځای په ځای کړل شوي چې یواځې د امریکا خبر مني. بل خوا طالبانو موافقه کړې وه چې کابل ته به نه ننوځي او امریکا به غني پدې مجبور کړي چې یو انتقالي حکومت ته غاړه کیږدي، د میډیا مخ کې به واک انتقالي حکومت ته وسپاري او وروسته به انتقالي حکومت واک بیرته طالبانو ته وسپاري، دې سره به ټوله دنیا له مجبورۍ هم طالبان په رسمیت وپیژني، او پدې توګه به طالبان د امریکا عسکران وي.
دا ټولو کارونو کم له کمه شپږ میاشتې غوښتې. غني اردو او امنیت دواړه رخصت کړل او طالبان یې پدې مجبور کړل چې په زور کابل ته راشي ترڅو سیاسي خلا ډکه کړي. د نړیوال قانون په اساس، طالبانو حکومت له یو منتخب ولسمشر نه په زور واخیست او نړیوال به هیڅکله دوی په رسمیت داسې آسانه و نه پیژني. غني بابا نه یواځې دا چې وطن یې له جنګه وساته، بلکې د امریکا، پاکستان او طالبانو ټولو اهدافو ته یې عمیقه ضربه ورکړه. که ۱۷ ولایته دوی د امریکا په زور ونیول، نو ۱۸ نور، غني پخپله ورپریښودل. امریکا غني ته سخته په غصه ده، امریکا فکر کاوه چې غني به مقاومت وکړي او وروسته له هغې به واک یا انتقالي حکومت ته پریږدي او یا سیده طالبانو ته(که غني انتقالي حکومت نه وای منلی نو طالبانو به په زور ترې حکومت اخیسته)، غني یوه هفته کې هر څه طالبانو ته ورپریښودل، حتی دوی پخپله حیرانه دي،
طالبانو خو ارګ په زور ونیو، خو اوس مجبور دي چې نړۍ ته ځان بدل وښيي او په هره طریقه چې وي، نړیوال یې باید په رسمیت وپیژني، تر څو سیاسي او اقتصادي انزوا نه ځان وژغوري، کنه ولس به یې تر ډیره و نه زغمي. غني ټول جوړ نظام طالب ته داسې پریښود، لکه څوک چې د خپلې برخې اذبکي پلاو خپل حریف ته کیږدي، خو غم دا دی چې طالب به دا پلاو خوري څنګه؟ دوی خو بغیر له وژلو، نور په هیڅ نه دي خبر. دا اوس چې دوی چیغې وهي چې هلۍ کار ته بیرته راشئ، دا ځکه، دوی پوهیږي چې دوی کې د حکومتولی هیڅ لیاقت او جوهر نشته، همغه رشوت خور او له فساده ډک مامور او پولیس به دا هر څه مخ ته وړي. غني دوی مجبور کړل تر څو دوی ولس ته ډاډ ورکړي او هغوی دومره وهڅوي چې طالب په ګټه د نظام انجن سټارت وساتي. که غني واک دوی ته هغسې سپارلی وای، کوم چې دوی سکریپټ کړی وو، نو طالب ته به تیار جوړ نظام کریډټ خپلو چڼو ته ورکاوو، طالب، افغان حکومت سره دا شل کاله پدې ووهل چې هلۍ زه له کرزي او غني ښه حکومت کولی شم. غني جوړ نظام ورپریښود، اوس دې نران شي او و دې کړي ښه حکومت.
غني، بایډن په ملا مات کړ، دا چې د غني بابا هیڅ احوال نشته، شاید له بایډن نه چیرې پټ ناست دی، نړیوالو ته یې دا ثابته کړه، چې اصلي جفا زمونږه اردو او امنیت ځواک نه، بلکې بایډن او د هغه ټیم وکړ. غني، بایډن او پنتاګون پخپل رنګ کې کوټ کړل. ټوله دنیا لګیا ده وايي چې امریکا له افغانانو سره سخته جفا وکړه او تر ډیره یې هغه نړیوال مورال له لاسه ورکړل.
لنډه دا چې، غني نه یواځې دا چې د وطن د بربادۍ مخه ونیوله، بلکې نه یې طالبانو ته مشروعیت ورکړ او نه یې امریکا دې ته پریښوده چې طالبانو ته مشروعیت ورکړي، طالب دې نر شي او ځان ته دې له ولس او نړیوالو مشروعیت واخلي، کنه په زور کلي نه کیږي.


