لیک : شهزاد اریوبي
دا صحیح ده چې ولسمشرغني کمزورتیاوې لرلې، په نظام کې ستونزې وې، خو د دغو ټولو مسؤلیت یوازې په ولسمشر باندې ور اچول کاملا بې انصافي، حماقت او ناپوهي ده.
زه دا په ډاډ سره وایم چې ولسمشر د ډېرو نورو په څېرغل نه وه، فاسد نه وه، خاین هېڅکله نه وه، وطن پلورونکی او ناموس پلورونکی نه وه او یوازنۍ هیله یې د ودان او پرمختللي افغانستان لیدل او جوړول وه چې بېلابېلو اړخونو یې د کار مخه نیوله.
ولسمشر نه غوښتل د افغانستان د عظمت نښه ارګ ویجاړ، د پي پي اېس ځوانان او کابل ښاریان په وینو رنګ شي او لوبه بل مخ واخلي، او که خدای مه کړه داسې شوي وای بیا به په ولسمشر باندې د واک د تندې او د جنګ د پراختیا پړه ور اچول کېدله.
زه په دې هکله څه نه وایم چې ولسمشر ولې داسې عاجله پرېکړه وکړه چې ارګ پرېږدي، یوازې دومره ویلی شم چې د ولسمشر وېره له طالب څخه نه بلکې له هغو دوه مخیو او منافقو څېرو څخه وه چې په معامله او دسیسه جوړونه کې تجربه، تاریخ او لاس لري، او د سیمې له استخباراتي ادارو سره یې لاسونه یو کړي وو او غوښتل یې چې په خپل ګومان له ولسمشر نه انتقام واخلي، خو د څه انتقام؟ په افغانستان کې د خیانتونو او فساد د مخنیوي د هڅو انتقام!
په دوحه کې طالبانو اعلامیه خپره کړه چې نه غواړي کابل ښار ته ننوځي، لاکن په ساعتونو کې دننه وسله وال طالبان د ارګ په څو کیلومترۍ کې ولیدل شول، دا چې چا څه غوښتل؟ ولې یې غوښتل؟ د چا په لاس یې غوښتل؟ دا د هغو دوه مخیو کسانو له اوسنیو ملامتیو چې پر ولسمشر یې اچوي له ورایه معلومیږي.
راځئ صبر وکړو چې حقایق پخپله روښانه شي.
و هر چاته په خپل شکل څرګندېږم
آینې غوندې بې رویه بې ریا یم


