یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسيې او امريکا :بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره به شرايط برابر...

روسيې او امريکا :بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره به شرايط برابر کړي.

ویب ډیسک
د روسيې او امريکا بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان د حالاتو په اړه تليفوني خبرې وکړې
د روسيې بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۱۶مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړه او ويلي يې دي، چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير سېرګي لاوروف په همدې ورځ د امریکا له بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن سره د افغانستان د حالاتو په اړه تليفوني خبرې کړې دي.

په ياده اعلاميه کې راغلي، چې دواړو خواوو له افغانستان څخه د مخکښ ولسمشر محمد اشرف غني د وتلو، د دې هېواد د اوسني حالاتو او د قدرت د انتقال په اړه خبرې اترې کړې دي. په دې اعلاميه کې دا هم راغلي چې ياد دواړه سيالان به د چين، پاکستان او نورو هېوادونو او د ملګرو ملتونو له استازو سره سلامشورو ته دوام ورکړي، او د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره به شرايط برابر کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه