دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه او غیر دولتي سازمانونه - په افغانستان کې له خلکو...

ملګري ملتونه او غیر دولتي سازمانونه – په افغانستان کې له خلکو سره مرستې ته ژمن پاتې دي

ویب ډیسک
په افغانستان کې دملګرو ملتونو دپاته کيدو او دبشري مرستو دملاتړ په اړه دملګرو ملتونو دمرستيال ځانګړي استازي او دبشر دوستانه چارو په برخه د مقيم همغږي کونکي ډاکټر راميز الاکبروف بيانيه

کابل – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په دغه هیواد کې په ملیونونو اړو خلکو ته دمرستې رسولو او دلته دپاته کيدو په برخه کې پر خپله ژمنه ټينګار کوي. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ځینې کارکوونکي چې کار يې په ځای پورې تړلي ندي په موقت ډول په بل ځای کې ځای پر ځای شوي، خو د بشردوستانه چارو ډير کار کونکي د بشردوستۍ له اصولو سره سم په بې پرې، او خپلواکه توګه د بشردوستانه مرستو د ملاتړ لپاره پاتې دي.

بشر دوستانه ټولنه – دواړه ملګري ملتونه او غیر دولتي سازمانونه – په افغانستان کې له خلکو سره مرستې ته ژمن پاتې دي. پداسې حال کې چې وضعیت ډير پیچلی دی، بشردوستانه ادارې ژمنې دي چې په افغانستان کې د زیان منونکو خلکو ملاتړ وکړي چې موږ ته، د پخوا پرتله ډیره اړتیا لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه