دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهقبایلو چارو وزارت : ټول دولتي کارکوونکي دې له تشویش پرته خپلو...

قبایلو چارو وزارت : ټول دولتي کارکوونکي دې له تشویش پرته خپلو دندو ته راوګرځي

ویب ډیسک
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست مولوي حضرت ولي حقاني د ياد وزارت له يو شمېر ريسانو سره د غونډې په ترځ کې څرګنده کړه.

محترم حقاني وويل: ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکوو، لکه څنګه چې د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه ، حکومتي چارواکو ته عمومی بخښنه اعلان کړې نو بېرته دې په عادي ډول له کومې اندېښنې پرته خپلو دندو ته دوام ورکړي.

نوموړي دغه راز وویل: افغانستان د ټولو مېشتو خلکو او بېلابېلو قومونو ګډ کور دی او دا زموږ او ستاسو ګډ مسووليت دی، چې له خپلو ظرفيتونو څخه په استفادې سره د خپل هېواد په بيا ابادولو او پرمختګ کې رغنده ګامونه اوچت کړو.

ورپسې د وزارت يو شمېر ريسانو نوموړي ته د ښه راغلاست ويلو په ترځ کې ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان او بشپړې همغږۍ سره به خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کوو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه