ویب ډیسک
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۴۳۹ طالبان ووژل شول او ۷۷ نور سخت ټپيان شول.
همداراز د دښمن یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
دغه طالبان د ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، ارزګان، زابل، غور، فراه، بلخ، هلمند، کاپیسا او بغلان ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان شوي دي – تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي


