دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۶ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۶ طالبان وژل شوي

ویب ډیسک

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۲۶ طالبان ووژل شول ۱۳۵ ټپیان او ۱ تن ونیول شو.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۵ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد کونړ، پکتیا، مېدان وردګ, کندهار، هرات، بغلان، جوزجان، هلمند او کابل ولایتونو کې وژل شوي, ټپیان شوي او نیول شوی دی. خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه