دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدفاع وزارت :تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۴ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت :تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۴ طالبان وژل شوي

ويب ډیسک

د ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۵۴ طالبان ووژل شول او ۹۷ نور ټپيان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۳ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد غزني، کندهار، هرات، فراه، جوزجان، بلخ، سمنګان، هلمند، تخار، کندز، بغلان، کابل او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان شوي دي. تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه