دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد اختر د قربانۍ مسایل

د اختر د قربانۍ مسایل

لیک: عبدالغفار جبیر
د حلالولو احکام
مسئله: #۵۹:
۱. د حلالولو ځای د حلق او کرغنکي ترمنځ دی
۲. غاړه به ټوله نه پرېکوي چې حرام مغز ته ورسېږې، بلکې کرغنکه، سره غاړه او دوه شارګه چې پرې شول، بس حلال دي، حرام مغز ته رسول حیوان ته ضرر رسول دي.
۳. د حلالولو پر وخت به د الله جل جلاله نوم اخلي یعنې بسم الله او الله اکبر به وایي.
۴: باید هر مسلمان کوښښ وکړي چې حیوان ته په حلالولو کې ډېر تکلیف ورنه کړي، چاړه به ښه تېره وي او یو حیوان باید د بل حیوان په مخکې حلال نه شي، حلقوم (مرۍ) یې ښه پرېکړل شي چې د حیوان روح ژر و خیژي. په حدیث شریف کې راغلي، چې د حیوان په مخکې چاړه مه تیره کوئ، ځکه دا هم حیوان ته ضرر رسوي.
(جواهرالفقه د قربانۍ مسئلې ص ۱۶۸)
مسئله: #۶۰:
کله چې حیوان حلال شي او سا یې وخېژي، یعنې بدن یې سوړ شي، بیا یې پوستول پکار دي او که حیوان سوړ سوی نه وي، بدن یې تود وي، د پوستولو کار یې شروع کول حرام دي.
(د قربانۍ مسئلې. ص ۱۷۰ بحواله کفایة المفتی)
مسئله: #۶۱:
د حلال شوي حیوان سر مخکې تر سړېدو پرېکول مکروه دي.
قربانۍ مسئلې ص ۱۷۱ بحواله شامي)
مسئله: #۶۲:
مستحب کار دا دی چې د حلالولو مخکې حیوان ته اوبه ورکړئ او چاړه ښه تېره کړئ.
(د قربانۍ مسئلې ص ۱۷۱)
مسئله: #۶۳:
حیوان د حلالولو ځای ته په سختۍ سره بیول، د پرې ایستلو وروسته ځنډ کول، د حیوان په مخکې چاړه تېره کول او یا هم د یوه حیوان په مخکې بل حیوان حلالول دا ټول کارونه مکروه دي.
(د قربانۍ مسئلې، ص ۱۷۲ بحواله شامي)
مسئله: #۶۴:
په پڅه چاړه حیوان حلالول مکروه دي.
(د قربانۍ مسئلې، ص ۱۷۲ بحواله شامی)
مسئله: #۶۵:
د قبلې لور ته د حیوان داسې مخ کول چې پر چپه اړخ پرې ایستل شي، د دې خلاف کول یعنې بل لور ته یې مخ کول مکروه دي.
(د قربانۍ مسئلې، ص ۱۷۲)
مسئله: #۶۶:
ځینې عوام وایي چې په کومه چاړه کې درې میخونه نه وي، یا یې د لرګي لاستی نه وي، په هغه حیوان حلالول نه صحیح کېږي، دا خبره بلکل غلطه ده.
(د قربانۍ مسئلې، ص ۱۷۶)
مسئله: #۶۷:
د الله جل جلاله نوم ویل د حیوان د حلالولو پر وخت فرض دي، که یو څوک یې په قصداً سره پرېږدي دغه حلال شوی حیوان مردار دی.
(شامی، ج۵ ص ۲۱۰)
مسئله: #۶۸:
که حلالونکي دوه کسان وو، دواړو پر چاړې لاسونه اېښي و، یوه بسم الله وویل، بل په قصدي توګه نه ویل، دغه حلال شوی حیوان مردار دی.
(درمختارعلی هامش ردالمحتار ج۵ ص ۱۳۵، شامی ج۵ ص ۲۱۲)
مسئله: #۶۹:
که یو چا حیوان حلال کړ، بسم الله یې هېره شوه، دغه حیوان حلال دی.
(د قربانۍ مسئلې، ص ۱۷۸ بحواله امدادالفتاوی)
مسئله: #۷۰:
که یو چا سهواً بسم الله پریښودل، یعنې په یاد یې، وه فکر او فهم یی نه و، د دغه حیوان غوښی خوړل هم پاکې دي.
(د قربانۍ مسئلې ص ۱۷۸)
مسئله: #۷۱:
ځینې خلک وایي چې په یوه قربانۍ چې هر څومره، خلک شریکان وي، هغه به ټوله الله اکبر وایي، دا غلطه ده، یوازې به هغه کس بسم الله او الله اکبر وایي، چې ذبح کوي یې.
(د قربانی مسئلی ۱۷۹)
مسئله: #۷۲:
ځینې خلک د اختر یوه دعاء کول ضروري ګڼي، چې په کتابونو کې هم لیکل شوې ده، خو د هغه دعاء پرته هم اختر صحیح کېږي، دعا کول ښه کار دی، خو ضروري نه ده.
(د قربانۍ مسئلې، ص ۱۷۹ بحواله اغلاط العوام)
مسئله: #۷۳:
د یو چا مخته یو حیوان حلالول د تعظیم لپاره مثلا و امیر، باچا، سردار، نواب، یا ناوې یا زوم ته یا پیر ته دا ټوله ناروا دي او د دې حیوان غوښې مردارې دي، باید هر مسلمان د داسې کارونو څخه ډډه وکړي او که یې داسې کار کړی وي، نو توبه دې ورباندې وکړي.
(شامی ج۵ ص ۲۱۸، تحفة الغزنویه ص ۱۹)
مسئله: #۷۴:
ځینې خلک د حلالولو په وخت کې د بسم الله الله اکبر پر ځای نور الفاظ وایي، مثلا د مړو د ارواح په خوښې یا د پیر په خوښې یا د ژوندو د سر په صدقه په داسې ویلو سره امکان شته، چې حیوان بلکل مردار شي د حیوان د چپه کېدو مخکې او یا د حلالېدو وروسته که یو دعاء وکړي، نو څه پروا نه لري، ځکه دعاء کول سنت ده، خو د حلالولو په وخت کې باید د بسم الله الله اکبر څخه پرته بل څه ونه ویل شي.
(هندیه ج۵ ص ۴۳۴، شامی ج۵ ص ۲۱۱)
مسئله: #۷۵:
که د حلالولو په وخت کې د بسم الله الله اکبر پر ځای داسې کلمات وویل شي، چې هغه کلمات د الله په ذکر کې استعمالېږي، نو حلال شوی حیوان پاک دی، ځکه حلالول د حیوان تر خاصو کلماتو پورې تعلق نه لري، کومه کلمه چې د الله پر لویۍ او عظمت باندې دلالت کوي، په هغه سره حلالول صحیح کېږي، لکه بسم الله الله اکبرالحمدلله سبحان الله او نور.
(شامی ج۵ ص ۲۱۱)
مسئله: #۷۶:
د ګونګي، نرښځي او پیس مرض والا انسان ذبح رواده، یعنې د دوی حلال شوی حیوان پاک دی.
(هندیه ج۵ ص ۲۸۶)
مسئله: #۷۷:
د جنب سړي، د حایضې یا نفاسې ښځې یو شی حلالول روا دي، هغه حیوان پاک دی او خوړل یی روا دي.
(تحفة الغزنویه ص ۴۳ بحواله الفقه الاسلامیه)
مسئله: #۷۸:
د ړانده او فاسق سړي حلالول روا دی.
(تحفة الغزنویه ص ۴۳ بحواله الفقه الاسلامیه)
مسئله: #۷۹:
پوښتنه:
په چپه لاس یو حیوان حلالول روا دي که ناروا؟
ځواب:
په راسته لاس یو حیوان حلالول واجب نه دي، بلکې مستحب دي، نو په چپه لاس که یو څوک یو حیوان حلال کړي هېڅ پروا نه لري او حلال دي.
(فتاوای محمودیه ج۲۶ ص ۱۵۳)

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه