دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاتمر: له وخت نه مخکې څرګندونې او قضاوتونه څیړنې او دوه اړخیزې...

اتمر: له وخت نه مخکې څرګندونې او قضاوتونه څیړنې او دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي

ويب ډیسک

کابل – بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر د لور اختطاف کولو او د روانو تحقیقاتو په اړه د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره خبرې وکړې او د پاکستان کورنیو چارو د وزیر په څرګندونو یې ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

ښاغلي اتمر وویل غیر مسلکي څرګندونې او له وخته مخکې قضاوتونو د روانو څیړنو اعتبار چې لاهم بشپړ شوی نه دي او دوه اړخیزو اړیکو ته سخت زیان اړوي.

بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې افغانستان چمتو دې چې د څیړنې په بهیر کې، د مجرمینو د نیولو او د هغوی د محکمه کولو تر مرحلې او د ډیپلوماتانو د امنیت د خوندیتوب په لار کې د پاکستان له حکومت سره مرسته وکړي.
ټاکل شوې ده په همدې اړه یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي، چې د دې پلاوي د موندنو په رڼا کې به د افغان سفیر او ډیپلوماتانو د بیرته ستنېدو په اړه نور ګامونه پورته شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د ژورې خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل چې د سلسله علیخیل د قضیې له څیړلو سره با داسې چلند وشي لکه زموږ د خپل اولاد په توګه. هغه زیاته کړه چې د پاکستان د لومړي وزیر د مستقیمې لارښوونې پر بنسټ به په دې مسله کې څیړنې ډیرې ژر بشپړې او د هغې په رڼا کې به اقدامات ترسره شي. ښاغلي قریشي د هیواد بهرنیو چارو وزیر ته پاکستان کې د ديپلوماټانو او سیاسي نماینده‌ګیو د امنیت ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ .

پدې وروستیو کې ، په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر د لور له اختطافیدلو او شکنجه کولو وروسته ، د افغانستان دولت رهبرۍ په اسلام آباد کې میشته سفیر او لوړ پوړي ډیپلوماټان کابل ته وغوښتل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه