دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونو په افغانستان کې له بشري حقوقو نه له سرغړونو اندیښنې...

ملګري ملتونو په افغانستان کې له بشري حقوقو نه له سرغړونو اندیښنې ښودلې

ویب ډیسک
د نظامي عملیاتو په ترڅ کې په اغېزمن شویو سیمو کې د بشري حقونو د سرغړاوي د رپورټونو په اړه اندیښنې مخ په ډیریدو دي

– ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړاوي رپورټونو او په هغو خلکو د تاوتریخوالي د ادعاوو په اړه چې د روانو جګړو له امله په ټول هېواد کې اغېزمن شوي دي، سخت اندیښمن دي.

په پراخه کچه د وژنو، ناسم چلند او تبعیض په اړه ځورونکو رپورټونو ویره او ناامني رامنځته کړې. ددغه ډول کړنو له ترسره کونکو سره باید حساب وشي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې ښکلېلې غاړې مکلفې دي، د افغانانو وقار او بشري حقونو ته درناوی وکړي، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو ته چې تېر مهال له بیلا بیل او سخت تبعیض سره مخامخ شوي دي.

ملکي وګړو ته د زیان نه رسیدو تر ټولو ښه لاره د سولې خبرو اترو ته بیا ورګرځیدل دي، تر څو د خبرو اترو له لارې یو ټیکاؤ رامنځته شي.

هغوی چې د افغانستان او افغانانو راتلونکي ته لیواله دي، باید د سولې خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي او د افغانستان د بنسټونو د ساتنې په ګډون د داسې اقداماتو ژمنه وکړي، ترڅو د ټولو افغانانو هوساینه یقیني شي.

له ټولو ډلو غوښتنه کېږي چې د لوی اختر په مناسبت اوربند اعلان کړي تر څو افغانان له جګړو څخه د ارام ساه واخلي، چې دا چاره له دوامداره او معنی لرونکو خبرو اترو سره مرسته کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه