ویب ډیسک
د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون رییس او د سولې د مرکچي پلاوي غړی احمد نادر نادري وایي وسله والو طالبانو ۱۱۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ اداري ودانۍ له منځه وړي دي.
نادري وویل لسګونه ولسوالیو کې یا ټول یا لویه برخه وسایل له دفترونو او تعمیرونو لوټ شوي چې مسوولیت یې د طالبانو په غاړه دی.
نوموړي دغه راز وویل چې په څو وروستیو اوونیو کې د جګړو د زیاتیدو له امله ۱۳ میلیونه افغانان له عامه خدمتونو بې برخې شوي ځکه د ملکي خدمتونو ۴۰۰۰ مامورین له ولسوالیو او کارځایونو وتلو ته اړ شوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


