دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه"او یا هو بارانو" او "لاډو لاډنګه" د ماشومانو باران خواست

“او یا هو بارانو” او “لاډو لاډنګه” د ماشومانو باران خواست

لیک: محب ښېراز

دا یو تاریخي دستور دی چې په پښتنې وطن کې هر ځای پاته سوی دی. او پخوا به ماشومانو په هر کلي کې کوی خو اوس د ژوند د اړتیاو یا مصروفیاتو له کبله خاص شتون نۀ لري او د وخت مشران یې هم نۀ خوښوي.
داسې کار کول زمونږ خواته هم یو تاریخي دود وی او اوس هم ځای په ځای وجود لري چې مونږ ورته “هو بارانو” وایو. مانا خدای دي باران وکړي.

دا کار د دوبي د موسم په ختمېدو سره او د وسې تر بارانو له مخه کیږي چې د یو کلي کوچنیان سره رایو ځای سي بیا په صلاح او مشوره پر کورو ګرځي اوړه، بوره، پاڼې، ملګه،مساله، غوړي، او پیسې راټولوي. دوی یو خاص نارې هم وهي او دغه نارې زیات تر دعایه نارې وي. له دوی سره خپله د خوښي یو بیرغ هم وي هغه کله څنګه وي او کله څنګه وي.خو عامه توګه یې یو دسمال په یوه لکړه کې د بیرغ په شان راځوړند کړی وي او د دوی مشر دغه بیرغ اخیستی وي بیا نو روان وي. دا کله یوه ورځ وي کله دوې او کله درې وي. خو په اخرینۍ شپه بیا پر یو ځای خیرات وکړي او د ټول کلي څخه لوی کسان هم وۀ غواړي. او دا خیرات سره وه خوري او دعا وکړي چې خدایه وچکالي ختمه کړې.

بیا کله کله دغه د ماشومانو دعا قبوله سي او په هغه شپه یا دې بله ورځ باران وۀ اوري. دا ډېر تاریخي دود دی خو اوس سوکه سوکه مخ پر ورکېدو دی.
هم دغه رنګه بیا د نجونو هم یو دود سته چې نجونه بیا “لاډو” کوي چې دوی هم یوه ناوکۍ جوړه کړي و دې ناوکۍ ته دوی لاډو وایي. دوی هم د هلکانو په شان پر کورو ګرځي او دغه دعایه نارې وهي او دغه بالاذکر د خوراک شیان ټولوي او بیا یې پر یو ځای خیراتوي او ورباندې خپلې د خوښۍ سندرې هم وایي او اتڼونه کوي.نجونو به دا نارې وهلې.

ډولاډنګه څۀ غواړي
یو کړدی اوړۀ غواړي
تر خاورو یې پاستۀ غواړي
او دغسې نورې نارې یې دي. خو دغه دود هم مخ پر ورکېدو البته وجود اوس هم لري. اوس یې صرف ماشومانې نجونې کوي هغه هم بیخي په نشت حساب دي. خو پخوا به پېغلو نجونو هم دا لاډو کوله.
له دې پورتنې دود څخه د پښتانۀ وطن روشن فکري یا روڼ آندي واضحه ښکاري او د پښتنو د ګډ ژوند یا اشتراکي ژوند ثبوتونه ښکاري. او ورسره دا د پښتنو د ټولنیز ژوند لوی ثبوت دی. خو د دې دودونو پر ضد هم دلته په غیر محسوس انداز سامراجي او رجعتي قوتونو د مذهب په اړخ کې کار کړی دی او دغه د اجتماعي ژوند د خوږلت دودونه یې زمونږ له وطنه ختم کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه