لیک: ضیا الرحمن نیازی
پښتون هغه قام دی چې سره د ډېرې پوهې بیاهم روایاتي ژوند لري، اکثره خلک یې له دلیل او ثبوت پرته د نورو خلکو په خبرو باور کوي د خپل پلار او نیکه هره خبره ورته من من ښکاري تل په همدې خبره شله وي چې (پلار او نیکه به مې ویلې) هېڅ حقیقت نه پلټي.
په اوسني مډرن عصر کې هم په خپلو کلاسیکو خویونو متکي دي.
زه یې دلته ځینې روایاتي بېلګې راوړم:
په پښتنو کې سره د ډېره علمه یو مشهوره خبره دا ده د چا چې ځنکدن سخت وي دوی وایي دا دوزخي دی ځکه چې خدای ج ورته ځنکدن سخت کړی دی، په دې دنیا یې ورته عذاب وښوده کورنۍ ته یې په ورته وخت کې توصیه کوي چې د قرانکریم ختم وکړئ او تر څنګ یې د الله ج په نامه څه ورکړئ او الله ته عذر وکړئ ترڅو د نوموړي بنده روح واخلي چې ونه شرمېږو، بیا به خلک پېغور راکړي.
مونږ او تاسې که د دې خبرې دیني اړخ وپلټو په اسلامي نړۍ کې به تر ټولو سخت ځنکدن د سرور کاینات حضرت محمد ص وي، ځکه چې په احادیثو کې ثابته ده چې نبي کریم ص به مؤمنانو ته ویلې چې مرګ د ځانه سره ډېره سختي لري.
د نبي کریم ص د ځنکدن پروخت دومره شدیده تبه وه، چې څلورو اصحابو کرامو به نیولی وه، دوه کمپلې به پرې پرتې وې له ډېرې تودوخې به یې په مبارکه خوله کې لاړې نه وي.
ایا له نبي کریم ص نږدې بنده الله ج ته بل شته او یا به وه!؟
ځواب به مو حتما دا وي چې نه.
چې د داسې مبارک انسان ځنکدن دومره سخت وه نو مونږ به څه یو، له دې ځایه دا څرګندېږي چې د ځنکدن سختي په هر انسان راځي له ځنکدنه جنتي او دوزخي نه څرګندېږي، باید په هېچا داسې ټاپې ونه لګوو.
د دې ترڅنګ پرته له د لیل او ثبوته ځانونه په قوم او خېل پسې تړي، کلک به په همدې خبره ولاړ وي چې زه فلانی یم او ته فلانی هر وخت ځان په همدې مناسبت له یوه او بله لوړ ګڼي خو د دې خبرې اصل په اسلام کې نه ګوري.
لکه:
الله ج په قران عظیم الشان کې وايی: (په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې تقوا ولري) نور نو له دې ها خوا هېڅ انسان یو پر بل لوړوالی نه لري، خو زمونږ روایاتي ژوند بیا نوموړی اصل تر پښو لاندې کړی دی.


