دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنړیوالې ټولنې ته د طالبانو رژیم د منلو وړ ندی

نړیوالې ټولنې ته د طالبانو رژیم د منلو وړ ندی

ویب ډیسک

کابل – د هېواد بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره د افغانستان په امنیتي وضعیت باندې خبرې وکړې.

د متحده ایالاتو، انګلستان، استونیا او د یوناما په ګډون – د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو په ښوونځیو، د ماین پاکۍ مؤسسې په کارکؤنکو او بې ګناه ملکي وګړو باندې ترهګريز بريدونه په کلکه وغندل او زياته يې کړې چې د ښځو، نارينه او د ماشومانو پر حقونو باندې به په هیڅ ډول مذاکره ونشي. دوی پدې هم ټینګار وکړ چې نړیوالې ټولنې ته د طالبانو رژیم د منلو وړ ندی او په هیڅ ډول د هغې د راستنیدو ملاتړ نه کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د معنی لرونکو مذاکراتو د بیا پیل څخه چې په افغانستان کې د اوربند او تلپاتې سولې لامل شي، هم په خپل بشپړ ملاتړ ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو، د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنو د ساتنې په ګډون، د افغانستان حکومت څخه د خپل دوامداره ملاتړ په اړه د بهرنیو چارو وزیر ته یوځل بیا ډاډ ورکړ.

په دغه غونډه کې، د هېواد بهرنیو چارو وزیر په ځانګړې توګه د طالبانو د ژمنو په اړه خبرې وکړې او د ملګرو ملتونو د تعزيزاتو څخه د نظارت ټیم راپور ته په اشارې سره زیاته کړه چې طالبانو په خپلو هیڅ یوې ژمنې ته هم عمل نه دې کړې.

ښاغلي اتمر یادونه وکړه چې له افغانستان څخه د غوڅ ملاتړ سرتیرو له وتلو سره، طالبانو د افغانانو – په ځانګړي ډول د ملکي وګړو او بې ګناه خلکو په وړاندې تاوتریخوالي زیات کړی دی. بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې طالبان د سیمه ایزو او نړیوالو ترهګريزو ډلو سره د خپلو اړيکو قطع کولو ژمنې نه دي پوره کړي او له میاشتو راهیسې د سولې په معنى لرونکي مذاکراتو کې برخه نه ده اخیستې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه