یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد مذاکراتو کوربه توب لپاره ايران چمتو دی

د مذاکراتو کوربه توب لپاره ايران چمتو دی

ویب ډیسک

کابل – د هېواد بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزير له ځانګړي استازي، محمد ابراهیم طاهریان سره وکتل.

بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې د ایران دولت او خلکو ته د هغه هیواد د ولسمشرۍ ټاکنو بریالي ترسره کیدو او د سید ابراهیم رئیسى د بریا له امله مبارکي وویله او د افغانستان د سولې په بهیر څخه د ايران د ملاتړ ستاینه وکړه.

ښاغلي اتمر د کابل او تهران ترمنځ د مخ په وړاندې دوستانه او نيکو اړیکو اهمیت ته په اشارې سره، د دوه اړخیزو اړیکو لا پیاوړتیا او پراختیا باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي اتمر د سولې بهیر بريا لپاره د سیمه ایزې اجماع پیاوړي کولو ته د بیړنۍ اړتیا په اړه هم خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د ایران رول مهم او ارزښتناکه وباله.

د ایران ځانګړي استازي د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته د سولې له بهیر څخه د خپل هېواد د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې تهران چمتو دی ترڅو د سولې خبرو کوربه وي.

ښاغلي طاهريان زیاته کړه چې هېواد يې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې برنامو او نوښتونو څخه چې کولی شي د سولې بهیر بریا او د اسلامي جمهوریت نظام په ساتنه کې مرسته وکړي، په بشپړ ډول ملاتړ کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه