یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه وسله‌والو نښتو کې د ماشومانو ساتنې پاليسي معرفي شوه

په وسله‌والو نښتو کې د ماشومانو ساتنې پاليسي معرفي شوه

ويب ډیسک

د ملي امنيت سلاکار د سترې حقوقي سلاکارې درانۍ وزيري په مشري نن په وسله‌والو نښتو کې د ماشومانو ساتنې پاليسي د معرفي مراسم جوړ شول.

په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال هارون رشید شېرازد، د ملي امنيت عمومي رياست د چارو ارزونې مرستیال برید جنرال اجمل بلوڅ‌زاده، د ملي دفاع وزارت حقوقي رييس نعمت الله احمدزي، د يونيسف د استازي مرستیالې اليس اکونګا او د بشر حقونو خپلواک کمېسيون، «Save the Children» او «War child UK» ملي او بين المللي استازيو او کميشنرانو ګډون درلود.

دا پاليسي د ملي امنيت شورا دفتر حقوقي مشاوريت د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنيت رياست په همکاري تدوين کړې چې موخه يې په وسله‌والو نښتو کې د ماشومانو هراړخيزه ژغورنه ده او په امنيتي او دفاعي ارګانونو کې به ورته د عملیاتي پلانونو له جوړېدو وروسته له ملي امنيت شورا دفتر سره په همغږي تطبيقېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه