د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د ګډې اړیکو کمېټې څلورمه غونډه د پنجشنبې په ورځ د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې ترسره شوه.
د یاد وزارت د عامه اړیکو د څانګې مشر حافظ ضیا احمد تکل ویلي، د غونډې ګډه مشري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي مرستیال شعیب بریالي او د هند د بهرنیو چارو وزارت د اړوندې څانګې مشر آنند پرکاش وکړه.
د نوموړي په وینا، په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ویزو د ورکړې بهیر، د سوداګرۍ پر وړاندې د شته ستونزو او د وارداتو او صادراتو د پراختیا په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.


