برتانوي ورځپاڼې انډیپینډېنټ راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې ویلي، که اړتیا وي، امریکا به پر ایران «نن شپه هم سخت بریدونه» وکړي.
د راپور له مخې، نوموړي ادعا کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ لنډمهالی اوربند پای ته رسېدلی او زیاته کړې یې ده چې نور نه غواړي له ایران سره خبرې وکړي.
ورځپاڼه لیکي، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران لسګونه وړې بېړۍ یې د هرمز تنګي په سیمه کې په نښه کړې دي. همدارنګه واشنګټن پر ایران د نفتو د پلور ځانګړې اجازه هم لغوه کړې ده.
د انډیپینډېنټ د راپور له مخې، د ناټو سرمنشي د امریکا د پوځي اقدام ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دغه بریدونه اړین وو.
راپور زیاتوي چې ایراني رسنیو د خارګ ټاپو، قشم ټاپو او د بندر عباس او سیریک په سویلي سیمو کې د چاودنو د غږونو خبر ورکړی دی.
تر اوسه د امریکا او ایران د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې او د سیمې وضعیت لا هم ترینګلی بلل کېږي.


