د بلوچستان د کوټې پولیسو ویلي چې د کابل جان رستورانت د مشر محمد هاشم نورزي د وژنې په تړاو یې پنځه شکمن کسان نیولي او د پېښې په تړاو کارول شوې وسله هم ترلاسه کړې ده.
د کوټې د پولیسو مرستیال مشر (ډي آی جي) عمران شوکت د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د پېښې پلټنې د امنیتي کمرې د انځورونو، د ګرځنده ټیلیفونونو د معلوماتو، تخنیکي څېړنو او استخباراتي مالوماتو پر بنسټ ترسره شوې او له همدې لارې شکمن کسان وپېژندل شول.
د نوموړي په وینا، په نیول شویو کسانو کې اصلي شکمن حکمت الله نورزی هم شامل دی. پولیس وایي، له پېښې مخکې دوو کسانو د مقتول څارنه کړې وه او نورو د برید په پلان جوړونه او عملي کولو کې مرسته کړې ده.
پولیسو ادعا کړې چې د پېښې په ورځ حکمت الله نورزي له خپلو ملګرو سره د محمد هاشم نورزي موټر درولی او پرې یې ډزې کړې دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، له لومړنیو ډزو وروسته هم شکمن له موټر څخه ښکته شوی او یو ځل بیا یې له نږدې ډزې کړې دي.
ډي آی جي عمران شوکت وویل، د شکمنو کسانو په ښودنه هغه وسله هم ترلاسه شوې چې د پولیسو په وینا په وژنه کې ترې کار اخیستل شوی او د عدلي ازموینو لپاره لېږل شوې ده.
د پولیسو د لومړنیو پلټنو او د شکمن اصلي تورن د اعتراف له مخې، د محمد هاشم نورزي او شکمنو کسانو ترمنځ د شاوخوا شپاړس کروړه پاکستانیو کلدارو پر مالي معاملو لانجه موجوده وه او همدا لانجه د وژنې د پلان لامل ګرځېدلې ده.
پولیس زیاتوي چې اصلي شکمن د پلټنو پر مهال ویلي، نوموړي له خپل ورور سعدالله نورزي سره په ګډه د وژنې پلان جوړ کړی و. د پولیسو په وینا، سعدالله نورزی لا هم تښتېدلی او د نیولو لپاره یې عملیات روان دي.
د پولیسو مشر دا هم ادعا وکړه چې سعدالله نورزي له پېښې وروسته د شک د لرې کولو لپاره د وژل شوي د کورنۍ د غمرازۍ مراسمو، جنازې، فاتحې او اعتراضي ناستې کې هم ګډون کړی و، خو د پلټنو پر مهال د هغه د ښکېلتیا نښې وموندل شوې.
د پولیسو په وینا، د پلټنو پر مهال یوه توره ویګو موټر هم تعقیب شوی چې د جنازې، فاتحې او اعتراضي ناستې پر مهال په بېلابېلو ځایونو کې لیدل شوې وه او د قضیې په څېړنه کې یې مهم رول درلود.
ډي آی جي عمران شوکت وویل، د محمد هاشم نورزي او د هغه د یوه سوداګریز شریک ترمنځ شاوخوا اته میاشتې مخکې هم د کاروباري چارو پر سر اختلاف رامنځته شوی و. هغه زیاته کړه چې د دې قضیې نورې پلټنې دوام لري او د تښتېدلي شکمن له نیول کېدو وروسته د نورو جزییاتو د څرګندېدو امکان هم شته.
پولیس ټینګار کړی چې د دې قضیې ټول شکمن کسان به د وژنې، دسیسې او اړوندو قانوني مادو له مخې محاکمې ته وړاندې شي.


