یکشنبه, جولای 12, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران ادعا کړې چې په کوېټ او بحرین کې یې د امریکا...

ایران ادعا کړې چې په کوېټ او بحرین کې یې د امریکا پر پوځي اډو توغندیز او ډرون بریدونه کړي

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، د امریکا د وروستیو بریدونو په ځواب کې یې په کوېټ او بحرین کې پر امریکايي پوځي اډو ګډ توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي.

د ایران دولتي رسنیو د راپور له مخې، سپاه پاسداران دغه بریدونه د خپل پوځي عملیاتو «لومړی پړاو» بللی او ادعا یې کړې چې په کوېټ کې د عریفجان او علي السالم، او په بحرین کې د الجفیر او شیخ عیسی امریکايي اډې یې په نښه کړې دي.

سپاه پاسداران دا هم ویلي چې امریکا د ایران پر بېلابېلو سیمو، د جنوبي ساحلي ولایتونو ترڅنګ د مشهد پر لور پر دوو پلونو هم بریدونه کړي او دغه عملیات یې د همدې بریدونو غبرګون بللی دی.

بلخوا د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، د ولسمشر د لارښوونې له مخې یې د ایران پر ضد د بریدونو نوی پړاو پیل کړی، څو د هرمز تنګي کې د نړیوالې بېړۍ چلونې پر وړاندې د ایران وړتیاوې کمزورې کړي. سنټکام ټینګار کړی چې امریکا د سوداګریزو بېړیو او د هغوی د ملکي عملې پر وړاندې د ایران د وروستیو اقداماتو حساب غواړي.

په همدې حال کې د ایران چارواکو بیا ټینګار کړی چې د هرمز تنګي د تګ راتګ څرنګوالی به د ایران د ټاکل شویو اصولو له مخې تنظیمېږي او خبرداری یې ورکړی چې هر ډول برید ته به ورته ځواب ورکړي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران دولتي خبري اژانس ارنا ویلي چې د امریکا له تازه بریدونو وروسته د ایران په سوېلي سیمو کې د ګڼو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د راپور له مخې، د کیش ټاپو پر فضا جنګي الوتکې لیدل شوې او په بندر عباس، کنارک او چابهار کې هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ایران او امریکا ترمنځ په وروستیو ورځو کې پوځي کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او دواړو لورو د یو بل پر پوځي هدفونو د بریدونو ادعاوې کړې دي. تر اوسه د دغو ادعاوو خپلواکه تایید نه دی شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه