د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، د بلوچستان د وروستیو امنیتي پېښو له ارزونې وروسته د هېواد ملکي او پوځي مشرتابه پرېکړه کړې، چې د ترهګرۍ پر ضد به خپلې ګډې هڅې لا پیاوړې او همغږې کړي.
هغه د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې د بلوچستان د لوړې امنیتي کمېټې غونډې ته، چې د ملي کړنلارې تر چتر لاندې جوړه شوې وه، وویل حکومت به د ترهګرۍ د مخنیوي، د خلکو د امنیت د خوندي کولو او په ایالت کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ټول شته امکانات او وړتیاوې وکاروي.
په دې غونډه کې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال سید عاصم منیر، د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي، والي شیخ جعفر خان مندوخېل، لوړپوړو پوځي او استخباراتي چارواکو، او د مرکزي او ایالتي ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.
شهباز شریف غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د هېواد ملکي او پوځي مشرتابه یو ځل بیا دا ژمنه تازه کړه، چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره به په ګډه، له بشپړې همغږۍ او د دولتي ادارو ترمنځ د نږدې همکارۍ له لارې عملي ګامونه پورته کوي.
د غونډې ګډونوالو د امنیتي وضعیت، د وروستیو پېښو او د ترهګرۍ ضد روانو اقداماتو په اړه هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د قانون د واکمنۍ، د خلکو د امنیت او د بلوچستان د سولې او ثبات د خوندي کولو لپاره به ګډې هڅې دوام ولري.


