یکشنبه, جولای 12, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد هنه اوړک د پېښې د قربانیانو خپلوانو احتجاج پای ته ورساوه

د هنه اوړک د پېښې د قربانیانو خپلوانو احتجاج پای ته ورساوه

د بلوچستان د حکومت او د هنه اوړک د پېښې د قربانیانو د کورنیو ترمنځ له خبرو اترو وروسته، د حکومت د ژمنو پر بنسټ د اعتراض کوونکو له لوري د پرلت د پای ته رسېدو اعلان وشو.

د راپورونو له مخې، د بلوچستان اعلی وزیر له اغېزمنو کورنیو سره لیدنه وکړه او د هغوی غوښتنې یې واورېدې. حکومتي پلاوي ډاډ ورکړ چې د پېښې په تړاو به بشپړه څېړنه ترسره کېږي، مسؤل کسان به د قانون منګولو ته سپارل کېږي او د زیانمنو کورنیو د ستونزو د هواري لپاره به اړین ګامونه پورته شي.

تر دغو ډاډګیرنو وروسته، د قربانیانو خپلوانو اعلان وکړ چې خپل روان پرلت پای ته رسوي. دوی ویلي، د حکومت له ژمنو سره سم به د چارو عملي کېدو ته سترګې په لار وي او هیله لري چې خپلې کړې ژمنې به عملي کړي.

د هنه اوړک پېښه په وروستیو ورځو کې د بلوچستان له هغو امنیتي پېښو څخه وه چې ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله او په سیمه کې یې د خلکو اندېښنې راپارولې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه