د هسپانیا د اندلسیا سیمې اړوند د المیریا ولایت په ځنګلي سیمه کې د پراخې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.
د اندلسیا د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي، شاوخوا ۱۵۰ اوروژونکي د اور د مهارولو لپاره په عملیاتو بوخت دي، خو د اور پراخوالی او د هوا توده څپه د هغوی چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د هسپانیا د روغتیا او بېړنیو چارو وزیر انتونیو سانز دغه اورلګېدنه د سیمې په تاریخ کې تر ټولو ستره او ویجاړوونکې بللې او ویلي یې دي چې دا یوه لویه غمیزه ده.
تر دې وړاندې د شپږو کسانو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی و، خو وروسته چارواکو د وژل شويو شمېر ۱۲ ته لوړ کړ. د اندلسیا سیمهییز حکومت هم د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د اور له امله یې له زیانمنو شویو ښارګوټو او اوسېدونکو سره د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
دا اور د المیریا ولایت د لاس ګایاردوس ښارګوټي په شاوخوا کې رامنځته شوی. په همدې اوونۍ کې د فرانسې په سوېل کې هم د ځنګلونو یوه پراخه اورلګېدنه د هسپانیا پولې ته نږدې لسګونه ښارګوټي او کلي اغېزمن کړل او زرګونه کسان یې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل.
د هوا پېژندنې او اقلیم اړوند نړیوالې ادارې وايي، د روان کال د پسرلي او اوړي په لومړیو میاشتو کې په لوېدیځه اروپا کې سختې تودوخې او وچکالۍ د ځنګلونو د اورلګېدنو خطر زیات کړی دی. د دغې ادارې په وینا، اروپا د نړۍ د اوسط په پرتله په چټکه تودېږي، چې له امله یې د اوږدو تودوخو او ورته طبیعي پېښو احتمال هم لوړېږي.


