شنبه, جون 27, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسرفراز بګټي د خبريال محمد زبیر بلوچ پر مړینې خواشیني څرګنده کړه

سرفراز بګټي د خبريال محمد زبیر بلوچ پر مړینې خواشیني څرګنده کړه

د بلوچستان اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي د ورځپاڼې الجزیره کوټه د مشر اېډېټر او مخکښ خبریال محمد زبیر بلوچ پر مړینې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د هغه له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، محمد زبیر بلوچ د خپلې ژورنالیستیکې ژمنتیا، رښتینولۍ او زړورتیا له لارې د بلوچستان د خلکو ستونزې په اغېزمن ډول تر خلکو او اړوندو ادارو رسولې او د هغه خدمتونه به تل په درنښت یادېږي.

اعلیٰ وزیر ویلي، د محمد زبیر بلوچ مړینه د خبریالانو ټولنې لپاره ستره ضایعه ده، چې تشه به یې په اسانۍ ډکه نه شي.

میر سرفراز بګټي د مرحوم له کورنۍ سره د خواخوږۍ او ډاډګیرنې څرګندونه کړې او دعا یې کړې چې الله تعالی دې مرحوم وبښي، جنت الفردوس دې ور په برخه کړي او کورنۍ ته دې د دې ستر غم د زغملو صبر او حوصله ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه