شنبه, جون 27, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ډله‌ییز امنیت تړون سازمان: د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم د...

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان: د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم د منځنۍ اسیا لپاره اندېښمنوونکی دی

د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان ویلي، د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره تر ټولو لویه امنیتي اندېښنه ده.

د دغه سازمان د دایمي شورا سرپرست مشر، ویکتور واسیلیف، د روسیې په سنټ پیټرزبورګ کې یوې غونډې ته وویل، که څه هم روسیې او د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو له کابل کې له اوسنیو واکمنو چارواکو سره اړیکې جوړې کړې دي، خو د افغانستان امنیتي ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

هغه په ځانګړي ډول د تاجکستان پر پوله د وروستیو امنیتي پېښو یادونه وکړه او ویې ویل، د افغانستان له خاورې د وسلوالو ډلو فعالیتونه د تاجکستان او د سیمې د نورو هېوادونو لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

د هغه په وینا، د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان به د افغانستان د شمالي پولو ترڅنګ د وسلوالو او سختدریځو ډلو د مخنیوي لپاره خپلې ګډې امنیتي هڅې زیاتې کړي.

د تاجکستان د چارواکو په وینا، د ۲۰۲۵ کال په وروستیو او د ۲۰۲۶ کال په پیل کې د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله څو امنیتي پېښې رامنځته شوې. د دغو پېښو په ترڅ کې یو شمېر چینایي وګړي او تاجک سرحدي سرتېري وژل شوي او له وسلوالو سره نښتې هم شوې دي.

بل لور ته، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې دا بریدونه هغو ډلو ترسره کړي چې غواړي په سیمه کې بې‌ثباتي رامنځته او د هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان له دې وړاندې هم څو ځله خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په شمال کې د وسلوالو ډلو شتون، ترهګري او د نشه‌یي توکو قاچاق د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره جدي اندېښنې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه