د بېپولې ډاکټرانو ادارې (MSF) ویلي، چې د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې د هغو ماشومانو شمېر چې د سختې حادې خوارځواکۍ له امله د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي، په اندېښمنوونکې توګه زیات شوی دی.
یادې ادارې د جمعې په ورځ (د جون ۲۶مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نړیوالو مرستو کمېدل، پرلهپسې وچکالۍ او د خوارځواکۍ د درملنې ځانګړو خوړو د رسولو بهیر ګډوډېدل د دې بحران د پراخېدو مهم لاملونه دي.
د MSF د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او اپرېل ترمنځ، په سوېلي افغانستان کې د دې ادارې تر ملاتړ لاندې د درملنې مرکزونو ته د سختې خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو د بستر کېدو شمېر د تېرو درېیو کلونو د همدې مودې د اوسط په پرتله له ۳۰ سلنې ډېر زیات شوی دی.
ادارې ویلي، ډېری اغېزمن شوي ماشومان تر یو کلنۍ کم عمر لري.
په سوېلي افغانستان کې د MSF طبي همغږې انا لیلیا باندا ویلي، ماشومان هغه مهال روغتیايي مرکزونو ته رسېږي چې روغتیايي وضعیت یې ډېر خراب شوی وي او له داسې اختلاطاتو سره مخ وي چې د وخت پر درملنې یې مخنیوی کېدای شو.
هغې زیاته کړې، چې دا وضعیت د خوړو د نهخوندیتوب د زیاتېدو او د خوارځواکۍ د ژر پېژندنې او درملنې د سیستمونو د کمزوري کېدو څرګندونه کوي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د نړیوالو مرستو د پام وړ کمېدو له امله ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه، چې ۲۰۳ ګرځنده روغتیايي او تغذیې ډلې هم پکې شاملې دي، تړل شوي یا یې فعالیت ځنډول شوی دی.
د MSF په وینا، دغو مرکزونو د خوارځواکو ماشومانو په وخت پېژندنه او درملنه کې مهم رول درلود.
ادارې دا هم ویلي، چې پرلهپسې وچکالۍ، د کرنیزو تولیداتو کمښت او د سیمې د کړکېچونو له امله د پولو تړل کېدو د خوړو خوندیتوب لا ډېر زیانمن کړی او ماشومانو ته د ځانګړو درملیزو خوړو رسونه یې هم اغېزمنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د هلمند ولایت د بست ولایتي روغتون د تغذیې څانګې ته له ۱۵۰۰ څخه ډېر د سختې خوارځواکۍ لرونکي ماشومان بستر شوي، چې دا شمېر د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله تر دوه برابره ډېر دی.
همداراز، په کندهار ولایت کې له ۵۷۰ څخه زیاتو ماشومانو درملنه ترلاسه کړې، او د ظرفیت د محدودیت له امله له ۳۰۰ څخه ډېر نور ناروغان نورو روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د بېپولې ډاکټرانو ادارې له مرستندویانو، روغتیايي چارواکو او اړوندو بنسټونو غوښتي، چې د افغانستان د تغذیې پروګرامونو مالي ملاتړ بېرته پیل کړي او د درملیزو خوړو او طبي تجهیزاتو پرلهپسې رسونه یقیني کړي.
ادارې خبرداری ورکړی، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، لا ډېر ماشومان به له ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو بېبرخې شي.


