شنبه, جون 27, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپه وینزویلا کې د زلزلو له امله د وژل شويو شمېر ۹۲۰...

په وینزویلا کې د زلزلو له امله د وژل شويو شمېر ۹۲۰ ته ورسېد

د وینزویلا حکومتي چارواکو ویلي، چې د دوو زورورو زلزلو له امله د وژل شویو شمېر ۹۲۰ تنو ته رسېدلی او شاوخوا ۳۳۶۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي، د ژغورنې ډلې لا هم د نړېدلو ودانیو تر کنډوالو لاندې د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو او ژغورلو هڅې روانې ساتلې دي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا ۲۵۰ ودانۍ یا په بشپړ ډول نړېدلې او یا هم سختې زیانمنې شوې دي، چې د هېواد پلازمېنه کاراکاس هم پکې شامله ده.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې، دواړه زلزلې د ریشتر په کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې وې او د څو ثانیو په واټن کې رامنځته شوې.

په همدې حال کې، اسپانیا، ایټالیا، فرانسه، المان، لوګزامبورګ، هالنډ او پرتګال اعلان کړی، چې د لټون او ژغورنې په چارو کې د مرستې لپاره به خپلې ځانګړې ډلې وینزویلا ته واستوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه